د لاس رسي وړ اتصالات

بې وزله ځوانان تر نور ډېر په روانې ناروغیو اخته کیږي


د یوې نوې سروې له مخې د هغو کورنیو ځوانان، چې لږ یا محدود خواړه او خوراکي توکي لري، د خپلو نورو همزولو په پرتله دوه برابره زیات په رواني ناروغیو اخته دي.

په نیویارک کې د ویل کورنل طبي مرکز، چې په نیویارک کې دی، دا څېړنه یې کړې ده، او وايي چې د غذايي موادو کافي نشتوالی د دغې ستونزې اصلي علت بلل کیږي.

د دغې سروې مشر ډاکټر الزابیت پولي دي سیلوا د رویټرز خبري اژانس ته وویل "د غذايي موادو کافي نشتوالي د امریکا تقریبآ ۲۰ فیصده کورنۍ کې اغیزمنې کړي چې ډېر غړي یې تر ۱۸ کلونو کم عمره ځوانان دي."

په دغې نظر پوښتنې کې ۸۶۰۰ کسان پوښتل شوي چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۶ کلونو ترمنځ وو او په ډېرو برخو کې د دغو کسانو له مېندو او پلرونو سره د اقتصادي او خوراکي موادو د کافي نشتوالي پر ستونزو او علتونو خبرې شوي دي.

پر دې سربېره، بې وزلي، د کورنیو کم عواید، د میندو او پلرونو کم تعلیم، د هغوی روغتیايي حالت او دا ډول ځينې نور مسایل، چې په کورنیو کې د خوراکي توکو د کموالي او نشتوالي ته لاره برابروي، په رواني ستونزو د ځوانانو د اخته کېدو نور علتونه بلل شوي.

XS
SM
MD
LG