د لاس رسي وړ اتصالات

په میانمار کې د مسلمانانو او بودایانو ستونزه څه ده؟


د میانمار د ۵۲ میلیونه نفوس څخه یې یوازې یو میلیون یې مسلمانان او نور یې بودایان دي
د میانمار د ۵۲ میلیونه نفوس څخه یې یوازې یو میلیون یې مسلمانان او نور یې بودایان دي

د روهینګي مسلمانانو په خلاف د میانمار د پوځ او بودايي اورپکو زورزیاتی کله نا کله رسنیو کې راپورته شي خو د حل لپاره یې څه ندي شوي.

په میانمار (برما) کې د پوځيان او بودايي افراطیانو لخوا د روهینګي مسلمانانو په خلاف د زورزیاتي خبرونه ډیر ځلي په رسنیو کې راپورته کیږي خو نړیواله ټولنه پدې اړه چوپه خوله پاتي ده.

روهینګي مسلمانان د میانمار پوځ او بودايي ډلې د دوې په ټولوژني، تبعیض او اجباري کډه کولو تورنوي خو د میانمار چارواکي ستونزه ډیره ژوره نه ګڼي او مسلمانان هم په سرغړونو او د شخړو په پیلولو تورنوي.

د بشري حقونو ځیني سازمانونه بیا د روهینګي مسلمانانو ادعاوي سمې بولي او وايي د روهینګیانو کړکیچ ته هیڅوک سمه پاملرنه نکوي.

د بشري حقونو فعالان وايي بودایان غواړي میانمار له مسلمانانو پاک کړي، خو په عمومي ډول دا زور زیاتی د نړۍ له سترګو پنا روان دي.

"بې دفاع خلک"

د اټکل له مخې د میانمار ټول نفوس ۵۲ میلیونه دی، په دې کې یوازې یو میلیون یې مسلمانان او نور ټول یې بودایان دي. سره له دې چې د روهېنګي مسلمانان له نسلونو راهېسې په دغه هېواد کې ژوند کوي، خو د میانمار ډېر خلک هغوی ته د بنګلدېشي غاصبینو په سترګه ګوري.

خو په خپله بنګلدېش چې ګڼ روهېنګي مسلمانان یې منلي، هم دا خلک خپل وګړي نه بولي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ ویاند کیتي مکینسي وايي "ښايي د روهینګیا مسلمانان د نړۍ تر ټولو تنها او یوازې خلک وي چې هېڅوک یې د دفاع نشته".

د وروستي تاوتریخوالي علت څه دی

د روهینګي ډېر مسلمانان د میانمار د راکین په ایالت کې اوسیږي. دا سیمه د بنګلدېش سره سرحد لري او همدغلته په دې وروستیو کې د میانمار د پولیسو پر سرحدي پوستو بریدونه وشول چې نهه کسان په کې ووژل شول.

له همدغه برید او د نومبر له میاشتې وروسته د میانمار پوځ په دغه سیمه کې لوی پوځي عملیات پیل کړي دي. لا هم معلوم نه دی چې چا پر دغو پوستو بریدونه کړي دي.

د اسوشټډ خبري اژانس وايي د روهینګي کلیوالو په کورونو کې له جوړو شویو وسلو سره د پوځ مقاومت وکړ چې په بې شمېره کلیوال، سرتېري او چارواکي ووژل شول.

د روهینګیا د پیوستون ډله وايي چې له اکتوبر راهېسې سلګونه ولسي خلک وژل شوي دي. د بشري حقونو د څارډله وايي د سټلایټ اخیستل شویو تصویرونه ښيي چې ۱۲۵۰ کورونه او ودانۍ سوځول شوي دي.

په ۲۰۱۲ کال کې د روهنیګیا د مسلمانانانو او د بودایانو ترمنځ تاوتریخوالي کې سلګونه کسان ووژل شول او ۱۴۰۰۰۰زره کسانو د خپلو کورونو په پرېښودلو مجبور کړل شول چې ډېر یې د روهنیګیا مسلمانان وو. شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ کسان لا هم په کمپونو کې اوسیږي او د خیریه ټولنو په مرستو پايي.

سوچي هم پاتې راغلې

د میانمار وتلې سیاستواله ان سن سوچي د نوبل د سولې د جایزې ګټوونکې ده. د دې ګوند د پوځ له کلونو کلونو واکمنۍ وروسته په میانمار کې واک ترلاسه کړ. سره له دې چې هغه د بشري حقونو یوه مبارزه بلل کیږي، خو بیا یې د روهنګیا د دغه وضعیت په ختمولو کې پاتې راغلې ده.

په میانمار کې د روهینګيانو د بشري حقونو په اړه په ښکاره خبرې کول سیاسي ستونزې زېږوي. خو بیا هم د سن سوچي حکومت په اګسټ کې د ملګرو ملتونو پخوانی مشر، کوفي عنان، وګماره چې په راکین کې د یوې تلپاتې سولې او ارامۍ لپاره کار وکړي.

ښاغلي عنان په دې وروستیو ورځو کې راکین ته راتګ وکړ او ټاکل شوې چې ژر په یو خبرې کنفرانس کې په دې اړه معلومات ور کړي.

د نسل وژنې د مخنیوي په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي سلاکار، ادما ډينګ، تېره اونۍ د هغو راپورونه له کبله ډېره خواشیني وښوده چې وايي په روهینګیا کې د ولسي خلکو سره زور زیات شوی او بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

په راپورونو کې همدغه راز له محکمې پرته د یو شمېر کسانو د اعدام، پر ښځو د جنسي تیري او د ګڼو مذهبي ځایونو د ورانولو خبرې هم کیږي.

XS
SM
MD
LG