د لاس رسي وړ اتصالات

امنېتي تړون له انتخاباتو مخکې لاسلیک کیدلی شي؟


مایکل کوگلمن، د ووډرو ویلسن د نړۍ وال مرکز غړی دی.
مایکل کوگلمن، د ووډرو ویلسن د نړۍ وال مرکز غړی دی.
مایکل کوگلمین وايي دی یقینا دا فکر نه کوي چی طالبان دې له اوسني حکومت سره د سولی خبرې پېل کړي.

ښاغلی کوګلمین وايي طالبان دافغانستان، او امریکا ترمنځ د هرډول تړون سره مخالف دي. هغه وايي دی دا فکر هم نه کوي چی دوه اړخیز امنیتي تړون دې د ولسمشر کرزي په دوره کې لاسلیک شي.

د ووډرو ویلسن د مرکز دغه کارپوه وايي د ده په فکر د دې توقع نشي کیدلی چې دغه تړون دې د ولسمشرۍ له انتخاباتو نه مخکی لاسلیک شی.

د سولی د خبرو په تړاو
، د افغانستان او پاکستان په برخه کې، د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ کارپوه وايي چې دومره ویلی شي چې له څو کلونو راهېسې د سولې خبرې روانې دي او تېرکال د مذاکراتو د پېل لپاره ډېرې ښې هڅې وشولی خو نتیجه ېې ډېره جنجالی وه.

ښاغلي کوګلمین وايي دا هغه وخت و چې تېرکال طالبانو په خلیج کې دفتر پرانېست. خو د سولی بهیر هغه ډول پرمخ نه ولاړ لکه څنگه ېې چې تمه کېدله.


please wait

No media source currently available

0:00 0:05:18 0:00
مستقیمه لیکه

مایکل کوگلمن وايي د طالبانو ډله ډېره سرسخته ده او دا گرانه ده چې د هغوی په برخه کې اټکل وشی. ځکه چې په دې ډله کې دسولی په برخه کې توافق نظر نشته. هغه وايي چې یو شمیر سخت دریځ طالبان وايي، اېا سوله کول سمه لاره ده اوکه نه. دا خو لا په ځای پرېږده چی په دې خبره توافق وي چې اوس د دې وخت دی چې سوله وشی او که دې ته انتظار وشي چې یو بل څوک په افغانستان کې قدرت ته ورسېږي.

په طالبانو کې ېو شمېر معتدل افراد شته دي او هغوی د سولی لپاره هڅی کړې دي، خو هلته ډېر سختدریځ وگړي هم شته چې په دې نظر دي چې سوله ښه لاره نده او اوس ولې سوله وکړو، په داسې حآل کې چې نړۍ والی قواوې له افغانستان څخه د وتلو په درشل کې دي.

د کوګلمین په قول دغه طالبان فکر کوي چې دا به طالبانو ته ښه فرصت په لاس ورکړي چی خپل بغاوت تشدید کړي او ښايي په دې کې به ډېر کامېاب وي چې دافغانستان حکومت ته ډېر زېان او تاوان ورواړوي، که څه هم چوربه ېې ر انسکور نکړی شي.

XS
SM
MD
LG