د لاس رسي وړ اتصالات

مېشل اوباما: د نجونو د تښتولو له امله خواشېنې او دردمنه ده


لومړۍ مېرمن مېشل اوباما
لومړۍ مېرمن مېشل اوباما

مېشل اوباما وایي هغه او براک اوباما د نایجریایي نجونو د تښتولو له امله ډېر خواشېني او دردمن دي او دوی په دغو نجونو کې د خپلو لوڼو مخ وېنې.

د امریکا د جمهوررئېس مېرمن میشل اوباما وايي چې په ناېجېرېا کې د ښوونځی د نجونو برمته کول، د انسانی ضمیر او وجدان خلاف عمل دی. دا کار د ېوشمېر غټو خلکو په واسطه شوېدی او هڅه ېې کړېده چې د ېو شمېر ځوانو نجونو هېلې ا و امېدونه له خاورو سره برابر کړي.

اغلی میشل اوباما د شنبی په ورځ د ولسمشر براک اوباما پر ځای اونیزه وېنا وکړله.

هغی دا وینا د مور د ورځې له لمانځلو څخه یوه ورځ مخکې وکړله او ویې ویل چې په دغو تښتول شوېو نجونو کې نوموړې او براک اوباما دخپلو لوڼو مخ وېني. هغی خپلو لوڼو ملېنه پنځه لس کلنی او ساشه دولس کلنی ته اشاره کوله.

موږ د هغوی هېلی او ارزوگانی وېنو، موږ د لادرکه شوېو نجونو د مېندو اوپلرونو د درد او کړاو احساس کولی شو.

په ټوله نړۍ کې ددغې پېښې له امله قهر اوغوسه را پارېدلی ده. د ناېجیرېا حکومت لاتراوسه پورې په دې قادر شوی ندی چی دانجونی راخلاصی کړي.
د ناېجیریا ولسمشر گوډلک جانه تن
د ناېجیریا ولسمشر گوډلک جانه تن


د ناېجیریا ولسمشر جانه تن گوډ لک د برتانېې له پخواني صدراعظم گورډن بران سره د لادرکه شوېو نجونو په برخه کې د جمعی په ورځ وکتل. پردې سر بېره هغه په ناېجیرېا کې د برتانېې له عالي کمشنر او دملگرو ملتونو دخاص ا ستاځي سره د ښوونی اوروزنی په برخه کې هم ملاقات وکړ.


د ( APExpress) خبري اژانس لیکي جانه تن گوډلک د جمعی په ورځ په ناېجیریا کې د 200 نه زېاتو نجونو د برمته کېدلو پر مسله د برتانېې له پخواني صدراعظم گورډن براون سره بحث وکړ. گورډن براون د برتانېې پخواني صدراعظم وویل چی دده حکومت ناېجېریا ته لس ملیون ډالره بسپنه ورکړی ده او د ناېجېرېا حکومت به په خپله هم لس ملېون ډالر ورسره ملگري کړي.
که څه هم ددغه هېواد جمهوررئېس گوډلک جانه تن د خلکو له فشارسره مخامخ دی چې دانجونی کورته راولي خو دهغه حکومت تراوسه په دې کار بریالی شوی ندی.

د هغه وېاند د جمعی په ورځ وویل چې په ېوه ډېره پراخه سیمه کې په ېاغېانو پسې پل اخیستل، ډېر سترا تېژیک مشکلات لري " دا چې موږ تراوسه پورې په دې بریالي شوي نه ېو چې هغوی پېدا کړو؛ ددې لامل دا ندی چی موږ ېې د پېداکولو وړتېا نلرو. ددې علت دادی چی دغه منطقه ډېره ستونزمنه او پراخه ده. پردې سر بېره موږ باېد ډېر احتېاط وکړو. کله چې د غېانو ېوه ډله 200 ماشومان برمته کړي، دانو هغه ځای ندی چی څوک ورشي اوبمباري پرې وکړي. که دا ېوازې له ېاغېانو سره د جگړې مسله وای، نو موږ به له دې سره کومه ستونزه نه لرلی."
د امریکا د بهرنېو چارو وزیر جان کري
د امریکا د بهرنېو چارو وزیر جان کري
د امریکا د بهرنېو چارو وزیر جان کري وویل امریکا به په خپله وسه کې له هرڅه نه کار واخلي چی دانجونی راخوشې کړي.

جان کري وویل "...د بوکو حرام اعمال هغه اندېښنه د ه چې موږ پرې له ېو څه وخت راهیسې غورکوو. زموږ د منصبدارانو ېو ټېم ناېجېرېاته رسېدلی دی او ېوولس تنه نظامي منصبداران هم ناېجیریا ته رسیدلي دي. هغوی به د جمهور رئېس گوډلک جانه تن له حکومت سره په گډه کار وکړي چې په خپله وسه کې هرڅه وکړي چې هغه ۲۷۶ نجونی پېداکړي چې تراوسه پورې لادرکه دي؛ او خپلو مېندو او پلرونو ته ېې وسپاري."

رپوټ وايي برتانیه ، چېن، فرانسه او کاناډاهم ژمنه کوي چی د لادرکه شوېو نجونو په پېداکولو کې مرسته وکړي.

خو د بوکو حرام مشروویل چی دا ډله نېت لري چی دغه نجونې خرڅې کړي. د بوکوحرام پر ېاغېانو دا تور لگول کېږي چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې ېې په زرگونو کسان د ناېجیریا د حکومت خلاف بغاوت کې وژلي دي.
XS
SM
MD
LG