د لاس رسي وړ اتصالات

مېشل اوباما د چارشنبی په ورځ چېن ته ولاړه


لومړۍ مېرمن مېشل اوباما د ژبی په ېوه کورس کې د ابتدايي ښوونځي له شاگردانو سره.
لومړۍ مېرمن مېشل اوباما د ژبی په ېوه کورس کې د ابتدايي ښوونځي له شاگردانو سره.

سپېنی ماڼی تېره اونۍ اعلان وکړ چې مېشل اوباما به د مارچ له 19 مې نه د مارچ تر 26 مې پورې چین ته سفر وکړي.

دولسمشر اوباما مېرمن مېشل اوباما نن د چارشنبی په ورځ چېن ته ولاړه. له میرمن اوباما سره دهغی مور ماریان رابنسن او دواړه لوڼې ملیه اوساشه هم ملگرې دي. مېشل اوباما دامریکا د پرنسېټن اوهارورډ د حقوقو دپوهنتون نه فارغه شوېده.
سپېنی ماڼی تېره اونۍ اعلان وکړ چې مېشل اوباما به د مارچ له 19 مې نه د مارچ تر 26 مې پورې چین ته سفروکړی او په دغه سفر کې به په کولتوری تبادلو او تعلیم باندې زېات تمرکز وشی.

ددغه سفر هدف دادی چې هغه نوي ځاېونه وگوري او د تعليمي مساېلو په برخه کې دخلکو د پوهاوي لپاره کار وکړی.
مېشل اوباما د مارچ په 14 -مه په واشنگټن کې د تعلیم په باب خبری کوي
مېشل اوباما د مارچ په 14 -مه په واشنگټن کې د تعلیم په باب خبری کوي

د مېشل اوباما په دغه سفر کې هغه مساېل چې د چېن او امریکا ترمنځ ستونزمن گڼل کېږی، پرهغو باندی بحث ندی شامل. د امریکا او چین ترمنځ ستونزمنو مساېلوکې د بشري حقوقو ، د بېان د ازادۍ، دنړۍ وال تجارت به برخه کې اختلاف نظر شامل دی. خو د غه مساېل دمېرمن اوباما د سفر په اجنډا کې ندي شامل.
د اسو شېتېد پرېس خبری اژانس لیکی د مېشل اوباما ادارې مدیره ټینا چېن وايي چې هغه به په خپل سفر کې د ځوان نسل په تعلیم باندی په امریکا او چین کې ټېنگار وکړي. هغی زېاته کړله چې په تعلیم کې سېالي نه ېوازې د شاگردانو لپاره غوره کاردی بلکه دامریکا لپاره په نړۍ وال اقتصاد کې هم سیالی غوره کارد ی. د د سپېنې ماڼۍ د ملی امنېت سلاکار مرستیال بن رهودزوویل چې د سختوپو ښتنو د ځوابونو په برخه کې هم د مېشل اوباما خپله کیسه او دامریکا د معېارونو کیسه ډېره مهمه ده او دا په بشپړه توگه د بشري حقوقو له مسلی سره تړاولري.

ټاکل شوېده چې مېشل اوباما د شنبی په ورځ په پېکنگ کې په ېو پوهنتون کې په بهرنېو هېوادونو کې د تعلیم داهمېت او کولتورې تبادلې په برخه کې خبرې وکړي. دمارچ په 25 مه به مېرمن مېشل اوباما د چین د چېنگډو په ښار کې په ېوه لېسه کې د خپل ژوند په برخه کې خبرې وکړي چې څنگه ېې دخپل ژوند د ستونزو په ا وارولو بری وموند. مېشل اوباما به د ټولنېزو رسنېو په واسطه په ټوله نړۍ کې دامریکا يی شاگردانو سره هم په ېوه غونډه کې برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG