د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي تازه حال


په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي تازه حال
په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي تازه حال

ناتو نن د شنبې په ورځ وویل چی د لیبیا د یاغیانو له خوا د هغو رپوټونو په باب تحقیقات کوي چي وایي د ائتلاف په یوه هوایی حمله کي چي د ( بریګا ) ښارګوټي ته نژدې یې وکړه، لږتر لږه درې تنه یاغیان وژل سوي دي.

عینی شاهدان وایي چي یو چا د یاغیانو په ډله کي د الوتکو ضد توپونو هوایي ډزي وکړې چی وروسته یې د ناتو هوایي قوې حمله وکړه. او دا هم نه ده مغلومه چي د توپونو دا ډزي د خوښۍ ډزي وې چی یاغیانو کولې یا د معمر قدافي د طرفدارو قواو له خوا چي په یاغیانو کي ورننوتي دي، وسوې.

عینی شاهدانو وویل چی دوي ددغي حملې نه وروسته څلور موټر ولیدل چي د اورونو لمبې پر راتاو وې.

د فرانسې خبري آژانس وایي چی یاغیانو د ( بریګا ) په جګړه کی د بریالیتوبونو د ترلاسه کولو ادعا کړې ده.

له بلې خوا:

د سوریې د مظاهره چیانو فعالین وایي چي امنیتي قواونن د شنبې په ورځ سهار وختي یوه ورځ وروسته له هغه چي په زرګونو خلکو د حکومت په ضد مظاهرې وکړې، څو کسه نیولي دي.

دغو فعالینو وویل چي امنیتي قواو دغه خلک د ( دارا ) په ښارګوټي کي چي په دې وروستیو هفتو کي د مخالفو مظاهره چیانو یو مرکز دی، ونیول.

فعالینو د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته وویل چي امنیتي قواو پایتخت دمشق ته نژدې په شاوخوا سیمو کي او ددې ښار په دننه کي هم خلک نیولي دي.

پرون امنیتي قواو د مظاهره چیانو د ځپلو په وخت په هغوي کي لږ تر لږه اووه کسه ووژل.

ددغو شخړو نه مخکي د هیومن رایټس واچ په نامه د بشري حقوقو مؤسسې ویلي و چي په سوریه کي ددغو نا آرامیو د شروع کیدو را پدې خوا به شاید ٦١ کسه وژل شوي وي. د وروستیو مرګونو په زیاتیدو سره به د وژل سوو کسانو شمیر لږ تر لږه ٦٨ تنو ته ورسیږي.

او:

د اسرائیلو صدراعظم بینجامین نیتان یاهو د ملګرو ملتو د عمومي منشي ( بان کي مون ) نه غوښتي دي چي د هغو کښتیو د راتګ د مخنوي سره مرسته وکړي چي غواړي د اسرائیلو له خوا د غزې محاصره ماته کړي.

د ښاغلي نیتان یاهو دفتر وویل چي هغه دا غوښتنه پرون د جمعې په ورځ په تلیفون کي د ښاغلي ( بان ) نه وکړه.

د ملګرو ملتو په یوه بیانیه کي ویل شوي دي چي عمومي منشي ( بان ) د اسرائیلو د صدراعظم په دې اندیښنې باندي پوهیږي او ویلي یې دي چي هغوي چي غواړي غزې ته مرستي ورسوي ځمکنۍ لاري هم سته. ښاغلي ( بان ) دا هم وویل چي اسرائیل باید د غزې د محاصرې د ختمیدو د پاره د معقولو لارو نه استفاده وکړي.

ویل کیږي د ١٥ کښتیو دا جوپه به بله میاشت حرکت وکړي

XS
SM
MD
LG