د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني ختیځ کې جګړو زور اخیستی


په منځني ختیځ کې جګړو زور اخیستی
په منځني ختیځ کې جګړو زور اخیستی

د لیبیا په محاصره شوي ښار ( میسراته ) کي چي په حکومتي قواو باندي دا تور لګول شوی چي خطر ناک خوشه یي بمونه استعمالوي، د جګړو رپوټونه ورکړه شوي دي.

د یاغیانو یوې نطاقي د رویتر خبري آژانس ته وویل چي د لیبیا مشر معمر قدافي ته وفادارو قواو نن د شنبې په ورځ ددې ښار په یوې صنعتي سیمي باندي لږ ترلږه سل راکټه وغورځول. هغې وویل چي د چا د ژوبل کیدو رپوټ نه دی ورکړه سوی.

د هیومن رایټس واچ په نامه د بشري حقوقو مؤسسې پرون وویل چی حکومتي قواو د ښار په هغو سیمو باندي چي ملکي خلک په کي اوسیږي خوشه یې بمونه استعمال کړي او دغه خلک یې د لویو خطرونو سره مخامخ کړي دي.

خوشه یې بمونه په زیات شمیر په کوچنیو چاودنو بدلیږي چي په بې دریغه توګه خلک وژني او زیاته تباهي راولي. د هغو استعمال د ډیرو ملکونو له خوا منع سوی دی.

د لیبیا چارواکو دا تور رد کړی او د حکومت نطاق ( موسی ابراهیم ) د بشري حقوقو مؤسسو ته اعلان کړی چي خپله دا خبره دي ثابته کړي.

د ناتو په ائتلاف کي شامل لویدیځو مشرانو پرون هوډ وکړ چي د لیبیا په مقابل کي به خپلي نظامي مبارزې ته تر هغو دوام ورکړي چي ښاغلی معمر قدافي له قدرته نه لاس واخلي.

له بلې خوا:

د سوریې دولتي خبري آژانس وایي چي پرون د جمعې په ورځ د ( حمس ) په ښار کي مظاهره چیانو یو پولیس په وهلو ډبولو وواژه.

دغه آژانس نن د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چي د پولیسو دغه صاحب منصب ددیموکراسۍ د طرفدارو مظاهره چیانو له خوا په ډبرو وویشتل سو او په لرګیو ووهل سو.

پرون په ټوله سوریه کي مظاهرې او احتجاجونه وسول او لویه مظاهره د

( درعا ) په جنوبي ښار کي چي د مخالفینو اصلي مرکز دی جوړه شوې وه.

دا مظاهرې تیره میاشت پیل شوي دي او کله کله ډیري سختي شي او په تشدد او شخړو بدلي سي. دبشري حقونو مؤسسې وایي چي ددغو مظاهرو د ځپلو په وخت کي تر اوسه پوري څه د پاسه ..٢ کسه وژل شوي دي. د سوریې چارواکي د هغو ملامتي په خود سرو ډلو باندي چي د قانون هیڅ پروا نه لري، اچوي.

د سوریې جمهوررئیس بشار اسد چی د خپل حکومت له خوا د زیاتیدونکي فشار سره مخامخ دی، د پنجشنبې په ورځ د یوې نوي دیرش کسیزي کابینې د جوړولو اعلان وکړ او د هغو خلکو د خوشي کیدو امر یې وکړ چي د مظاهرو په وخت نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG