د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د غزې محاصره ماتول خطرناک بولي


داسرایلو دامنیتی چارو یو لوړ رتبه مامور ویلی دی چې که اسرائیل دغزی له تړانگی نه خپل بندیز لیری کړی نودا به ئې امنیت ته یو غټ گواښ وی.

د شین بت په نامه دامنیتی خدمتونو مشر یووال ډیسکن وايي، دغزی په تړانگه کې افراطی فلسطینیان تقریبا پنځه زره توغندی لری چې ځینی په څلویښت کیلومتره واټن کې لگیږی.

دی وايي، ددغو توغندیو نه څلور زره یې دحماس دافراطی ډلی سره دی. دغه ډله د دوه زره اوم کال نه راپدی خوا د غزی تړانگه کنټرولوی.

ډیسکن دغه تبصره پرون د سه شنبی په ورځ یوه ورځ وروسته له هغی وکړه چې اروپائې اتحا د له اسرائیلونه وغوښتل چې دغزی له تړانگی نه بندیز لیری کړی او وايي، دا منلووړپیشنهاد ندی او په سیاسی توگه گټه نه کوی.

له بلې خوا ترکیې ویلي چې د اسرائیلو وروستي اقدامات ورته بې ارزښته دي:

XS
SM
MD
LG