د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه کې د ۷۰ هیوادونو استاځي د فلسطین او اسرایلو پرمسلې غونډه کوي


فرانسه یو نړیوال کنفرانس دایروي چې په مینځني ختیځ کې د اسرایلو او فلسطین ترمنځ د شخړې د حلولو په هدف د دوو جلا هیوادونو د رامنځ ته کیدو پر نظریې باندې ټینګار وسي.

د ۷۰ څخه زیات هیوادونو استاځي به د پاریس په غونډه کې برخه واخلي او د ختیځ بیت المقدس په ګډون د فلسطین په خاوره کې به د اسرایلو د کورونو د جوړولو د اقدماتو سره خپل مخالفت څرګند کړي.

په دې کنفرانس کې به د اسرایلو او فلسطینیانو استاځي برخه وانخلي.

د فرانسې د باندنیو چارو وزیر جان مارک اریولت د فلسطین او اسرایلو د مشرانو څخه وغوښتل چې د مزاکراتو میز ته حاضر شي چې په مینځني ختیځ کې د شخړې د حل دپاره د دوو هیوادونو رامنځ ته کیدلو ته کار وشي ځکه همدغه یواځنی حل لاره ده چې په لړ کې به یې په مینځني ختیځ کې سوله راسي.

هغه داسې وویل ،،دواړه ډلې ډیر توپیر سره لري او په اړیکو کې یې هم ډیره بې اعتیباري موجوده ده چې دا یو ډیر خطرناکه حالت رامنځ ته کوي. که تشدد رامنځ ته سو نو ټول به د خطر سره مخ سي. زمونږ تولو مسولیت دا دی چې اسرایلیان او فلسطینیان بیا د مزاکراتو میز ته حاضر کړو.،،

ښاغلي اریولت د ولسمشر ټرمپ حکومت ته په یوه قوي پیغام کې وویل چې د فلسطین د حکومت رامنځ ته کیدل یواځنۍ لاره ده چې سیمې ته سوله راشي.

هغه داسې وویل ،،د دوو مستقلو هیوادونو رامنځ ته کیدل یواځنۍ حل لاره ده. دا لاره د دواړو خواوو خلګو ته د مشروع غوښتنو او ارمانونو د پوره کولو زمینه مساعدوي.،،

د یادونې وړ ده چې تیره میاشت د امریکا متحده ایالاتو په ملګرو ملتونو کې د امنیت د شورا د هغه پریکړه لیک په هکله ممتنع رای ورکړه چې په لړ کې یې د اسرایلو له خوا د فلسطین په خاوره کې د کورونه جوړول وغندل شول.

پخواه په تیرو کلونو کې هم د امریکا متحده ایالاتو د امنیت د شورا د ورته پریکړه لیکونو په هکله عینی شان رایې ورکړي وې.

په ختیځ بیت المقدس او لویدیځه غاړه کې د ۵۰۰ زرو څخه زیات اسرایلیان ژوند کوي او د نړۍ اکثریت حکومتونه په دې باور دي چې دا خلګ په غیر قانوني ډول په دې سیمو کې اوسیږي.

خو د ولسمشر اوباما حکومت بیا د اسرایلیانو دې اقدام ته د نامشروع اقدام خطاب کوي.

XS
SM
MD
LG