د لاس رسي وړ اتصالات

شپږ افغان ماشومان اروپا ته د تگ پر لار سمندر کې ډوب شول


ویل شوي دي چې په دې بېړۍ کې ټول سپاره مسافر افغانان وو، خو تر اوسه د هغوی پوره شمیر نه دی څرگند شوی.

ویل شوي دي چې په دې بېړۍ کې ټول سپاره مسافر افغانان وو، خو تر اوسه د هغوی پوره شمیر نه دی څرگند شوی.

د ترکیې د ساحلي گارد مقامات وایي چې شپږ افغان ماشومان د یوې کښتۍ د نسکوریدو په پیښه کې چې هغوی یې په قاچاقي توگه له ترکیې څخه یونان ته وړل، د ترکیې په لویدیځ سااحلي سیمه کې ډوب شول.

د ترکیې د یوې دولتي رسنۍ انادولو په رپوټ کې ویل شوي چې د یو ١٢ کلن ماشوم په گډون پنځه نور کډوال ددې پیښې نه ژغورل شوي دي. د ژغورنې عمله اوس هم د دوو بی درکه شویو مهاجرو په لټه بوخت دي چې ویل کیږي یو یې یو ماشوم دی.

ویل شوي دي چې په دې بېړۍ کې ټول سپاره مسافر افغانان وو، خو تر اوسه د هغوی پوره شمیر نه دی څرگند شوی.

داسې بریښي چې دغه مهاجر د هوا د خرابۍ سره سره د یونان د جزیرو پر لور روان وو. د انادولو خبري اژانس ویلي دي چې ددې بېړۍ لرگي د سمندر په منځ کې مات شوي او بېړۍ ډرې وړې شوې ده.

څه دپاسه ۷۰۰ زره کډوال چې زیات شمیر یې سوريایان، عراقيان او افغانان دي په قاچاقي توگه د ترکیې له لارې یونان ته تللي دي. د دوی اکثریت زیات شمیر پیسې قاچاقبرانو ته ورکړي دي چې هغوی بیا دغه مهاجر په کوچنیو ورستو شویو بېړیو کې د خطرناک سمندري سفر پر لور بیایي.

د کډوالو نړیوال سازمان رپوټ ورکړی چې په روان کال کې نژدې ۶۰۰ پناه غوښتونکي چې له دې لارې په قاچاقي توگه سفر کوي، د مدیترانې په سمندرگي کې ډوب شوي دي.

د ترکیې حکومت د دسمبر په ۲۹ د اروپایي اتحادیې سره موافقه وکړه چې د پناه غوښتونکو د جریان مخه ونیسي چې د ترکیې له لارې اروپا ته ځي. په بدل کې اروپایي اتحادیه ژمنه کړې چې د دوه میلیونه دوه سوه زره سوري مهاجرو سره د مرستې په خاطر چې په ترکیه کې میشت دي، انقرې ته درې میلیارده یورو ورکړي.

XS
SM
MD
LG