د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا ته روانه د کډوالو یوه بله کښتۍ هم ډوبه شوه


چارواکي وايي یوازې ۲۸ کسان ژغورل شوي دي او د سلګونو نورو کسانو د مړه کېدو اندېښنه موجوده ده.
چارواکي وايي یوازې ۲۸ کسان ژغورل شوي دي او د سلګونو نورو کسانو د مړه کېدو اندېښنه موجوده ده.

یوه کښتۍ چې باور کیږي شاوخوا ۷۰۰ کسان په کې سپاره وو، د لیبیا ساحل ته نژدې په سمندر کې ډوبه شوې ده. په کښتۍ کې ناستو کډوالو اروپا ته د رسېدو هڅه کوله.

چارواکي وايي یوازې ۲۸ کسان ژغورل شوي دي او د سلګونو نورو کسانو د مړه کېدو اندېښنه موجوده ده.

کښتۍ د ایټالیا د جنوبي ټاپو لامپېدوسا د جنوب په ۱۹۳ کیلیو مېترۍ کې په اوبو کې ډوبه شوې ده.

ویل کیږي کښتۍ هغه وخت غرقه شوه چې یوه بله تجارتي بېړۍ ور نژدې شوه او په کښتۍ کې ناست کډوال د کښتۍ یوې څنډې ته ورټول شول. راپورونه وايي چې ډېر مړي، اوبو وړي دي.

خطرناکه سفر

د افریقا او منځني ختیځ د جنګ ځپلو هېوادونو زرګونه وکړي، د مدیترانې د سمندر له لارې اروپا ته د رسېدو خطرناکه سفر کوي.

د بشري حقونو ډلې وايي په روان ۲۰۱۵ کال کې نژدې پنځه سوه کډوال اروپا ته په لار د لوږې، تندې او په تنکې او نامناسبې کښتۍ کې د ډېرو کسانو د کېنولو له کبله مړه شوي دي.

پاپ فرانسېس پر نړیوالې ټولنې د مرستې غږ کړی چې له افریقا نه د تښتېدوونکو کسانولاسنیوی وشي.

د ایټالیا له ولسمشر سره له ملاقات وروسته، پاپ فرانسېس وویل چې د کډوالو مسله د نړیوالو پراخې مرستې او همکاري غواړي.

ده ایټالیا وستایله چې د مدیترانې له لارې ور روانو کډوالو ته ښه راغلاست وايي.

د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د ایټالیا لومړي وزیر ماتیو رینزي هم په همدې ستونزې خبرې وکړې.

ښاغلي رینزې وویل ایټالیا نغواړي چې د مدیترانې سمندر په قبرستان بدل شي او دا چې ایټالیا د دغه نړیوال بشري ناورین سره په مبارزې کې مخکښ رول لوبوي.

ده وویل " دا د ټولو اروپايي، شمالي افریقا او منځني ختیځ د هېوادونو مسولیت دی چې له ملګرو ملتونو سره په ګډې همکارۍ د انساني قاچاقو مخه ونیسي. "

اروپايي ټولنه وايي د کډوالو بهیر د موسم له ښه کېدو سره نور هم چټک کیږي.

په جنوبي افریقا کې د مهاجرو ستونزې

بل خوا په جنوبي افریقا کې جمهور رئیس جیکب زوما ژمنه کړې چې د پولیسو په مرسته به په هغه هېواد کې له مهاجرو سره زور زیاتی ختم کړي چې د مظاهره کوونکو سره یې نښته کړې وه.

په دې وروستیو کې د دوربن په بندري ښار کې د کرکې ډک بریدونو کې شپږ تنه ووژل شول. اکثره هغه خلک چې د جنوبي افریقا نه دي په موقتي کمپونو کې پناه اخیستې ده.

په دې وروستیو ورځو کې د جنوبي افریقا په پلازمینه جوهانزبرگ کې پولیسو د هغو مظاهره کوونکو سره نښته وکړه چې بهرنیان ویروي او شکایت لري چې د جنوبي افریقا د خلکو کارونه دوی کوي او ځايي خلکو ته کارونه کم شوي دي.

XS
SM
MD
LG