د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال تر ۴٠٠٠ ډير کډوال د اروپا په لار مړه شوي


ددغو مهاجرو اکثریت اروپا ته د رسیدو په هیله په زړو او بیکاره بېړیو کې سفر کوي
ددغو مهاجرو اکثریت اروپا ته د رسیدو په هیله په زړو او بیکاره بېړیو کې سفر کوي

د ١٢٠ مهاجرو مړي چې غوښتل یې له لیبیا څخه اروپا ته لاړ شي په تیرو لسو ورځو کې د مدیتراني په سمندرگي کې موندل شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان یا ای او ایم د سه شنبې په ورځ ددې خبر په اعلانولو سره ویلي دي چې سږکال په ټوله نړۍ کې په مجموعي توگه ۴٠٢٧ مهاجر مړه شوي دي.

وایي چې د لیبیا په ساحلي اوبو په تیرو لسو ورځو کې ١٢٠ تنه مهاجر ډوب او مړه شوي دي چې د مدیترانۍ بحیرې په یوې ناپیژاندې بېړۍ کې یې سفر کاوه.

د مهاجرت د نړیوال سازمان ویاند جویل میلمن په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ددغو مړه شویو مهاجرو د جملې څخه ٧٥ فیصده یې د مدیترانې په بحیره کې اروپا ته د رسیدو په هیله تلف شوي دي.

د هغو شمیرو له مخې چې د مهاجرت نړیوال سازمان خپرې کړي سږکال د غیر قانوني مهاجرو د مړینې شمیره د ٢٠١٥ کال د لمړیو اوه میاشتو په پرتله په سلو کې ٣٥ زیاتوالی ښي.

شاوخوا دوه میاشتې دمخه د مدیترانې په بحیره کې د افریقایي مهاجرو د بېړیو د ډوبیدو له کبله شاوخوا ٧٠٠ پناه غوښتونکي مړه شوي وو.

د ایټالیا د جنوب ټاپوگان د پناه غوښتونکو د بې شمیر بېړیو د رسیدو اصلي مقصد دی چې له لیبیا څخه دې له خطره ډک سمندري سفر ته زړه ښه کوي. ددې مهاجرو اکثریت د افریقایي جنگ ځپلو او فقیرو هیوادونو اوسیدونکي دي چې د ښه ژوند په هیله اروپا ته د رسیدو هیله لري.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې په ٢٠١٥ کال کې شاوخوا ٣٧٧٠ مهاجر اروپا ته د تلو په لار مړه شوي دي.

دغه غیر قانوني مهاجر اکثر په وروستو او زړو بېړیو کې د مدیتراني د بحیرې له خطر ډکو اوبو کې سفر کوي.

XS
SM
MD
LG