د لاس رسي وړ اتصالات

مایک میولن: د جنګ تازه ارزونه دقیقه ده


مایک میولن: د جنګ تازه ارزونه دقیقه ده
مایک میولن: د جنګ تازه ارزونه دقیقه ده

دامرېکا دپوځ ترټولو لوړ رتبه قوماندان د افغانستان دجنگ په اړه د اوباما دحکومت دستراتېژۍ نه نن دفاع وکړه او دجنگ تازه ارزېابي ېې ېوه ډېره دقېقه او د حد نه زېاته صادقانه ارزېابي وبلله.

دامرېکا دپوځ دسترو درستېزانو رېس د سمندري قواوو سترجنرال ماېک مولن نن په کابل کی دامرېکا دسفیر کارل اېکنبېري سره ېو ځای د ېوه مطبوعاتي کانفرانس په دوران کې خبري کولې.

سترجنرال مولن دا تبصره نن وروسته د هغې وکړه چې دامرېکا جمهور رېس بارک اوباما پرون په واشنگټن کې دافغانستان دجنگ دپرمختگ دارزېابئ خلاصه چې په پنځو پاڼو کی لېکل شوی په ېوه مطبوعاتی کنفرانس کی خپره کړه.

مولن ووېل چی امرېکاېې عسکر په سمه لگېا دي خپل کار سرته رسوي او دطالبانو دماتې لپاره مناسبه مشرتابه لري او لازمې منابعې هم ورسره دي.

خو هغه زېاته کړه چې ددې باوجود اوس هم په افغانستان کی اېتلافي قواوې د ېوه ډېر ثابت قدم او کلک مقاومت سره مخامخ دي.

په عېن وخت کې طالبانو نن ېوه مطبوعاتي اعلامېه خپره کړې ده او دامرېکا دحکومت دجنگ دستراتېژئ مثبته ارزېابي ېې ېواځي پروپاگند وبله.

طالبان واېې په داسي حال کې چی دجنگ دغې ارزېابئ ېواځي ېوه بی بنېاده هېله راپېدا کړه په خپله افغانان،څېړونکي او د خېرېه موسساتو کارکونکي ټول خبردارئ ورکوی چی په افغانستان کی دامرېکا اوسنئ ستراتېژی د ېو شمېر مهمو ستونزو په حل کولو کی ناکامه شوې ده. خو دAP خبري اژانس دماېک مولن له قوله واېې دی په دې باور دی چې که چېری دپاکستان پوځ وغواړی کولی شی چی دسرحدونو په اوږدو کی دطالبانو لارې وتړی او د ټرورېستانو دتگ راتگ مخه ونېسی.

په پاکستان کی دامرېکا سفېر کېمېرون منټر نن ووېل چی امرېکا د پاکستان سره په دې باب د نژدی نه خبري کوي چی په شمالي وزېرستان کې دطالبانو پرخلاف جنگ شروع کړي. نوموړي ووېل امرېکاېې چاوراکي په د ې باور دي چې په شمالي وزېرستان کې دالقاعدې طرفدارې ډلې د حقانی شبکې خپل مرکزونه جوړ کړی دي او له همدغو ځاېونو نه په افغانستان کی پر امرېکاېې قواو باندې وژونکې او مرگانئ حملې کوي.

XS
SM
MD
LG