د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان لپاره نوی قومندان تگ ته تیاری نیسي


ښاغلي اوباما د چارشنبې په ورځ د مرکزي قوماندې رئیس ډیوډ پتریس د جنرال مک کرستال په ځای چې په یوې مجلې کې ده او همکارانو یې د اوباما د ادارې په ځنو غړو ملنډې وهلې وې، وټاکل شو.

د امریکا د کانگرس دموکرات او جمهوري غوښتونکی سترغړي دواړه وايي چې دوی د جنرال پتریس له ټاکلو نه ملاتړ کوي او د سنا د وسله والو خدمتونو د جرگه گۍ مشروايي پلان لري چې د راتلونکي سه شنبې نه مخکی دده تاییدي استماعیه غونډه را وبولي.

په کابل کې د پنجشنبې په ورځ، د جمهوري ریاست ویاند وحید عمر د جنرال مک کرستال په تگ د خواشیني په څرگندولو سره وویل چې ډیویډ پټریس دده تر ټولو ښه ځای نیونکی دی.

عمر وویل چې ډیویډ پټریس د افغانانو په منځ کې پیژندل شوی افسر دی. ده په سیمه کې ډیره موده تیره کړې ده او د دولت د مخالفینو پرضد د ستراتیژۍ په جوړولو کې هم مرسته کړې ده.

ډیرو افغان مامورینو پر جنرال مک کرستال د باور په څرگندولو سره د ملي تلفاتو په کمولو او په نورو مثبتو بدلونونو کې دده د نقش ستاینه وکړه.

جنرال مک کرستال د چارشنبې په ورځ واشنگټن ته غوښتل شوی ؤ. ده په یوې مجلې کې د یوې مقالې ـ تښتیدونکی جنرال ـ د خپریدلو نه وروسته خپله استعفی وړاندې کړه. په دغه مقاله کې جنرال مک کرستال او همکارانو یې د اوباما په اداره کې په لوړ پوړو چارواکو لکه دده د مرستیال جو بایدن، د ملي امنیت سلا کار جیمز جونز او په افغانستان کې د امریکا پرسفیر کارل ایکن بیرې پورې ملنډې وهلې وې. جنرال مک کرستال او همکارانو یې هڅه ونه کړه چې ددغې مقالې د محتویاتو نه انکار وکړي.

جنرال مک کرستال مخکې له دې چې د جمهوررئیس اوباما د کتلو لپاره واشنگټن ته ولاړ شي ویلي ؤ چې دا کار یو اشتباه ؤ او باید چې نه وای شوای.

د چار شنبې په ورځ ښاغلي اوباما وویل چې د جنرال ډیوډ پټریس ټاکل به امریکا ته دا اجازه ورکړي چې د افغانستان په جگړه خپل قوت وساتي. ډیرو امریکايي مامورینو او قانون جوړونکو جنرال پټریس په دې ستایلی دی چې په عراق کې د امنیت د ښه کیدلو په ستراتیژۍ کې دده لاس ؤ.

بریتانوي جنرال نیک پارکر د جنرال پټریس تر تایید کیدلو پورې په افغانستان کې د ناتو د قواوو قومانده ترلاسه کړېده.

XS
SM
MD
LG