د لاس رسي وړ اتصالات

د جګړو له پاتي شوو شیانو ګټه اخیستل کیږي


د جګړو له پاتي شوو شیانو ګټه اخیستل کیږي

د جګړو له پاتي شوو شیانو ګټه اخیستل کیږي

د کندز ښار ته نږدې د زاخیل خندانو د منځي ښوونځي زده کوونکي هر سهار د ښوونځي د زنگ په اورېدو سره خپلو صنفونو ته ځي.

ددغه ښوونځي د زنګ وسیله د روسي ټانک د توپ د مرمۍ پوچک یا توقه ده چې ددغو زده کوونکو غوږونه یې له غږ سره اشنا شوي دي. کله چې دغه پوچک و ټنګول شي هغوی پوهیږي چې یا یې رخصت شو او یا یې درسي ساعت خلاص شو.

د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د روسانو د جګړو له وخته پاتې هغه جنګي وسایل چې بې کاره دي او ځای ځای پراته دي خلک ترې په ځینو اجتماعي چارو لکه د پولچکونو جوړولو، سربندونو تړلو او داسې نورو چارو کې استعمالیږي.

ځینې خلک له دغه پوچکو نه د کټونو پښې جوړوي او ځینې خلکو بیا د دیوالونو بلۍ ورڅخه جوړې کړي دي.

ښوونکي وایی چې دوی دوسایلو دنشتوالي له امله مجبور دي له دغه ډول وسایلو ګټه واخلي.

د زاخیل خندانو د منځني ښوونځي سرمعلم غلام وایی:

د لوی ټانک د مرمۍ توقه یا پوچک دی چې د زنګ د نشتوالي له امله ترې د زنګ د وسیلې استفاده کوو، که له دې نه ګټه وانه خلو بل څه نه لرو چې شاګردان پرې د ساعتونو د بدلیدو پر وخت خبر کړو.

له دې پرته چې د روسانو د جنګي وسایلو له پاتې شونو څخه خلک په ابتدایی توګه ګټه اخلي، ځینې بیا ددغو شیانو تجارت وي.

زیات خلک دغه زړې وسپنې او د تخریب شویو ټانکونه پورزې راټولوي او پر سوداګرو یې پلوري. سوداگر یې بیا پاکستان ته وړي.

د کندوز بازار د اهنګرۍ په کوڅه کې یو تن اهنګر د ټانک د مرمۍ پوچک تر څنګ ایښې او د بیل په جوړولو بوخت دی. دا اهنګر وايي: " د توپ پوچک دی بیل ترې جوړیږي او پاتي شوني یې پاکستان ته وړل کیږی، دهقانان خلک له دغه پوچک نه جو ړ شوي بیلونه خوښوي، د پوچک له اوسپنې جوړ شوی بیل په څلورسوه پنځوس افغانۍ دی".

اهنګران له عادي اوسپنې جوړ بیلونه نیمایی ارزان پلوري، خو د پوچک له اوسپنې جوړ بیل ګران دی.

اهنګر لا د پوچک اوسپنه ټکوله چې یو تن د پوچک له اوسپنې د جوړ بیل پوښتنه وکړه، هغه ددغو بیلونو په اړه وویل: شمال ختیځ ولایتونه هغه سیمه ده چې د روسانو له جګړو پاتي شوي د ټانکونو سکلیټونه، او نور شیان په کې تر سترګو کیږي، د افغانستان د نورو ولایتونو په څیر له دغو ولایتونو هم یو شمیر سوداګرو په زیاته اندازه د ټانکونو اوسپنې ګاونډیو هیوادونو ته وړي، خو اوس هم یوه اندازه سوي ټانکونه او نور شیان پاتي دي چې خلک ترې د سربندونو، پلچکونو، او نور شیانو لپاره ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG