د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانیانو ته د حکومت خبرداری: مقدساتو ته سپکاوی مه کوئ


په پاکستان کې د مشعل خان د وژل کیدو په غبرگون کې د مظاهرو یوه څنډه
په پاکستان کې د مشعل خان د وژل کیدو په غبرگون کې د مظاهرو یوه څنډه

په میلیونونو پاکستانیانو د حکومت له لورې داسې پیغامونه ترلاسه کړي چې هغوی ته یې آنلاین دیني مقدساتو ته د سپکاوي اړوند مطالبو د خپرولو په هکله خبرداری ورکړی دی. د بشري حقونو فعالین وایي د حکومت دغه اقدام به مذهبیون لا نورو بریدونو ته وهڅوي.

دا کار په داسې حال کې کیږي چې په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي په تور ډله ایز تاوتریخوالي زور اخیستی او یواځې تیره میاشت درې دا ډول بریدونه شوي دي.

په هغه الکترونیکي پیغام کې چې د پاکستان د مخابراتي ادارې مقاماتو ټولو موبایل تلیفون لرونکو پاکستانیانو ته استولی راغلي دي چې "په انټرنیټ کې دیني مقدساتو ته د سپکاوي اړوند مطالبو خپرول او شریکول د قانون له مخې د مجازاتو وړ گناه ده. دغه ډول مطالب باید info@pta.gov.pk [حکومت] ته د قانوني چلند لپاره رپوټ کړای شي".

دې ته ورته پیغام په اردو ژبه د پاکستان د مخابراتو وزارت پر ویبپاڼه هم خپور شوی دی. د پاکستان د تلی کمونیکیشن ادارې ویاند ویلي چې دوی دا کار د محکمې د حکم په اساس کړی دی.

دیني مقدساتو ته سپکاوی د پاکستان په محافظه کاره ټولنه کې یوه حساسه موضوع ده، چیرته چې د ١٩٩٠ لسیزې راهسې دا ډول پرته له کوم ثبوت تورونه د لسگونو ډله ایزو بریدونو سبب شوي دي.

د پاکستان قانون د انگلیستان د استعمار د وخت نه دې هیواد ته په میراث پاتې دی، خو دا قانون په ١٩٨٦ کې ددې هیواد پخواني دیکتاتور ضیاالحق نور هم سخت کړ او دا یې هم ورزیاته کړه چې د اسلام پیغمبر محمد (ص) ته د سپکاوي په صورت کې باید تورن شخص اعدام شي.

ټولنیز فعالین وایي د حکومت دغه نوښت ښایي خپلسره سزا ورکونې نورې هم زیاتې کړي چې د هغوی په وینا د ٢٣ کلن ځوان محصل مشعل خان وژنه یې ښه مثال دی. مشال چې په آزاد فکرۍ باندې مشهور و تیره میاشت د سلگونو محصلینو له لورې ووژل شو.

د بشري حقونو یو فعال شهزاد احمد د فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې "دغه ډله ایز پیغام به یواځې او یواځې د ټولنې په مختلفو اړخونو او فرقو کې نفرت ته نوره هم لمن ووهي".

XS
SM
MD
LG