د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالرزاق وحیدي: نه محاکمه شوی یم او نه هم راڅخه پلټنه شوې


 عبدالرزاق وحیدي یوه میاشت وړاندې د فساد په تور د ولسمشر غني په امرمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍله وزارت ګوښه شو .
عبدالرزاق وحیدي یوه میاشت وړاندې د فساد په تور د ولسمشر غني په امرمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍله وزارت ګوښه شو .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ګوښه وزیر چې دنده یې ځنډول شوې ده وايي، نه ترې چا پوښتنې ګرویږنې کړي او نه هم پدې پوهیږي چې له وزارت یې دنده ځنډول شوې ده او کنه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي خبریالانو ته وویل په تېره یوه میاشت کې چې دده دنده د یوه مکتوب په وسیله د ارګ له خوا ځنډول شوې، لا هم په خپل برخلیک نه پوهیږي او ورته د دندې د ځنډولو حکم ندی وروړل شوی.

عبدالرزاق وحیدي وویل "پدې یوه میاشت مې لویې څارنوالۍ ته مراجعه وکړه، نه رانه چا تحقیق وکړ، نه چا محاکمه کړم، زه تراوسه نه پوهیږم چې ولې مې دنده ځنډول شوې ده".

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ګوښه وزیر د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د ارزونې او څارنې د کمېټې وروستی راپور هم رد کړ، چې ګواکې په مخابراتي محصولاتو کې فساد شوی دی.

عبدالرزاق وحیدي وویل د مخابراتي محصولاتو د راټولولو مسؤلیت د مخابراتو د وزارت په غاړه ندی بلکې د قانون په اساس د مخابراتي محصولاتو د راټولولو مسؤلیت د مالیې د وزارت او د اترا د ادارې په غاړه دی.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ ګوښه شوی وزیر وايي، په تېر یوه کال کې پنځلس ځله د مختلفو بنسټونو له خوا د مخابراتو په وزارت کې پلټنې شوي خو د یوه بنسټ لخوا هم د پلټنې راپورونه ندي خپاره شوي.

یوه میاشت وړاندې عبدالرزاق وحیدي د فساد په تور له وزارت ګوښه شو او داسې هم ویل کېدل چې نوموړی د فساد ترڅنګ پدغه وزارت کې قومپالنه هم کوله.

XS
SM
MD
LG