د لاس رسي وړ اتصالات

کابل به د ټاپي د بلې غونډې کوربه وي


په۲۰۰۸ کال کې افغانستان، ترکمنستان ، پاکستان او هندوستان د ټاپي د پروژې تړون لاسلیک کړی دی
په۲۰۰۸ کال کې افغانستان، ترکمنستان ، پاکستان او هندوستان د ټاپي د پروژې تړون لاسلیک کړی دی

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر داود شاه صبا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ په اسلام اباد کې د ټاپي په شلمې غونډې کې د ګډون وروسته د شنبې په ورځ په کابل کې د دغې غونډې په باب خبریالانو ته د معلوماتو ورکول په وخت وویل چې د ټاپي په بله غونډه کې چې تر نږدې دوو میاشتو به په کابل جوړه شي د دریو سترو شرکتونو څخه یو شرکت د ټاپي د پروژې د کار د پیلیدلو او پلي کولو لپاره د غړو هیوادونو په سلا مشوره غوره شي.

داود شاه صبا وویل" تر ټولو لومړی ښه خبر دا وو چې د اوږدو کلونو وروسته بالاخره سترو معتبرو نړیوالو شرکتونو لیوالتیا وښوده چې د ټاپي د ګاز د نل لیکې د پروژې د مشرئ د ترلاسه کولو لپاره په داوطلبۍ ګډون وکړي".

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر وویل چې د ټاټل په نوم د څو میلتي فرانسوي شرکت تر څنګ ، ار ټي ګلوبل په نوم د روسیې یو شرکت او د چینا پیټرولیم پایپ لین په نوم یو بل نړیوال چینایي شرکت هم د دغې پروژې د ترلاسه کولو په دوطلبانو کې شامل دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر داود شاه صبا وویل چې وروسته له هغې چې نل لیکې د غزولو د پروژې لپاره کنسرسیوم غوره شي نو بیا به په یو یا دوو کلونو کې د نل لیکې د غزولو کار عملآ پیل شي چې تر دریو کلونو به پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

په دوه زره اتم کال کې افغانستان، ترکمنستان ، پاکستان او هندوستان د ټاپي د پروژې تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې یې هر هیواد په دغه پروژه کې پنځویشت فیصده ونډه لري.

د افغانستان د افغان ګاز په نوم شرکت د افغانستان له اړخه د دغې پروژې په شریکباڼو کې شامل دی.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر داود شاه صبا وایٍي چې کله چې د پروژې لپاره نوی کنسرسیوم غوره شي د غړو هیوادونو په سهمونو به بیا له سره غور وشي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر وایي چې دا پروژه د افغانستان په ډیرومهمو پروژو کې شامله ده چې د نل لیکې له لارې د ګاز د لیږد د پیل سره سم به افغانستان د دې سربیره چې په ارزانه بیه د ترکمنستان څخه د خپلې اړتیا وړ ګاز و پیري، پاکستان او هندوستان ته د ګاز د لیږد له درکه به هم هر کال د دوه سوه اویاوو میلونو نه تر درې سوه پنځوس میلونو امریکایي ډالرو پورې نغدې پیسې هم د ټکس په توګه ترلاسه کړي.

ښاغلي صبا وویل" تاسو پوهیږئ چې کله ګاز یو هیواد ته راځي په هر ښار کې د ګاز ویشل پخپله فرصتونه رامنځ ته کوي کورونو ته د ګاز غزول شغلونه رامنځ ته کوي او فرهنګ بدلوي".

د ترکمنستان د دولت اباد نه د ګاز د دغې نل لیکې اوه سوه پنځه دیرش کیلو متره به یې د افغانستان له خاورې چې د هرات له ولایت پیل او د کندهار د سپین بولدک د ولسوالۍ له لارې پا کستان ته وغزول شي.

د دغه نل لیکې د غزولو د پروژې د پلي کیدلو په وړاندې په افغانستان کې موجودې امنیتي ستونزې د یو سترګواښ په توګه مطرح دي خو د افغانستان د کانونو او پیټرولیم وزیر وایي چې افغانستان د دغې نل لیکې د امنیت د خوندیتوب لپاره مناسب پلانونه لري چې له مخې به یې د دغې پروژې د پلي کیدلو کار د ستونزو سره مخ نه شي.

ښاغلي صبا وویل" له نیکه مرغه یوه څیړنه چې د یوې معتبر نړیوال شرکت له خوا د دغې نل لیکې په اوږدو کې د امنیت د خوندیتوب لپاره شوې او د اسلام اباد په غونده کې وړاندې شوه مونږ پرې کار کوو ترڅو بلې غونډې ته وړاندې شي او پریکړه پرې وشي ".

داود شاه صبا وویل چې افغانستان د سترو پروژو لکه د لوګر عینکو د مسو د کان د امنیت د خوندیتوب تجربه لري او کیدلی شي د نل لیکې د پروژې د امنیت د خوندیتوب لپاره هم د همدې موډل نه کار واخیستل شي.

داود شاه صبا د هغې اړتیا له مخې چې پاکستان او هندوستان یې د ګاز انرژۍ ته لري هیلمند دی چې دا پروزه به ژر پیل شي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر وايي یوازې د پاکستان د ګازو اړتیاوې په کال کې تر دیرش میلون مترمکعبو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG