د لاس رسي وړ اتصالات

رامني د واشنګټن ایالت لومړني انتخابات وګټل


د ماساچوستس پخواني والي میت رامني جمهوري ریاست ته د جمهوري غوښتونکي گوند له خوا د کاندیدۍ رای گیری چې د واشنگتن په ایالت کی وشوه، گټلې ده، او دغه کامیابي د ده انتخاباتي مبارزې ته قوت ورکوي چې د راتلونکی سې شنبې په ورځ رای گیري چې د امریکا په لسو ایالتونوکې کیږي او سوپرټیوزډې بلل کیږي ، وگټي.

رامنې دشنبې د ورځې د گوند د خپل منځی رایو په سلو کې ٣٨ وگټلې. دویم درجه رایی یعنی ٢٥ فیصده رای، د تکزاس د کانگرس غړی ران پال گټلی دي.

اود امریکا پخوانی سناتور ریک سنتوروم د ٢۴ فیصدو رایوو په تر لاسه کولو سره دریم درجه شویدی.

د ولسي جرگې پخوانی ریس نیوت گنگریچ لس فیصده رای وړیدي اوڅلورم درجه شویدی. رامنی د رای ورکوونکو مننه وکړه چې په فیس بوک او توتیر له لارې یی د هغه ملاتړ کړیدی.

دغه خپل منځي گوندي انتخابات د سوپرټیوزډې نه مخکي وشول.

دا رای گیري به تر ډیره وخته روانه وي چې بالاخره یو کس د جمهوري غوښتونکو د گوند له خوا د براک اوباما سره د نوامبرپه میاشتې کې د مقابلې میدان ته راووځي.

د جمهوري غوښتونکو په تازه ملي سروی کې رامنی ٣٥ فیصده ملاتړ لری سنتروم٢۴ فیصده اوگنگریچ او ران پال پنځلس اویوولس فیصده ملاتړ لری.

XS
SM
MD
LG