د لاس رسي وړ اتصالات

محکمې د راتکو ملادیچ هاګ ته د نه لیږلو غوښتنه رد کړه


محکمې د راتکو ملادیچ هاګ ته د نه لیږلو غوښتنه رد کړه
محکمې د راتکو ملادیچ هاګ ته د نه لیږلو غوښتنه رد کړه

د سربېا چارواکي وايی محکمې د بوسنیا د جنګې جراېمو د مشکوک راتکو ملادېچ هغه غوښتنه رد کړه چې هغه دې دهاګ نړېوالی جنايی محکمی ته ونه لېږل شې چې هلته د جنګی جناېاتو دتورونو په تور محاکمه شي.

دمحکمې چارواکېود سه شنبې په ورځ ووېل قاضی دملادېچ درخواست رد کړ. ځکه چې مخکی په دې فېصله شوی وه چې 69 کلن ملادېچ په کافي اندازه روغ رمټ دی چې دملګرو ملتونو محکمې ته د جنګې جناېاتو دمحآکمې لپاره ولېږل شې. دهغه وکېلانو په دې بحث وکړ چې هغه ډېر کمزوری او د محآکمه کېدلو وړ ندی.

دا امکان شته دی چې د سربېا د عدلېې وزېر نن د سه شنبی په ورځ وروسته دهغه د لېږلو امر صادرکړی.

دسه شنبی په ورځ ملادېچ ته د بلګراد په ېوه هدېره کې د تم کېدلو اجازه ورکړل شوه. هغه د لنډی وقفی لپاره د خپلې لور قبرته ورغی . دهغه لور انه - Ana ، په 1994 م کال کې خپل ځان وژلی و.

د سربېا د جنګی جناېاتو مشکوک راتکو ملادېچ ددې لپاره دملګر وملتونو د جنګی جناېاتو محکمی ته لېږل کېږی چې پرهغه دبازنېا په جګړه کې د بشرېت خلاف جناېاتو تورونه لګول شوېدي.

د سربیا دغه فراري جنرال ( راتکو ملادیچ ) پټ ژوند کاوه او له شپاړسو 16 کالو نه وروسته، د پنجشنبې په ورځ دمی په 26 مه ونیول سو او په بلګراد کي د سربیا د جنګي جنایاتو محکمې ته حاضر کړای سو. هغه به نن دهاګ محکمی ته ددغی محکمی په خواست ولېږل شی.

پرهغه باندی لګېدلو تورونو کي هغه قتل عامونه هم شامل دي چي هغه د ١٩٩٠ په لسیزه کي ېې د بوسنیا د جګړې په وخت کړي وو.

دملګرو ملتونو، د جنګی جناېاتو محکمه وايی، جنرال راتکو ملادېچ د بازنېا په درې کلن جنګ کې ېعنی د 1992 او 1995 کلونو په دوران کې د ډېروفجاېعو د سرته رسولو امر کړی و. هغه د بازنېا په پاېتخت سرايی و Sarajevo کې تقرېبا اته زره بازنېايی مسلمانان نارېنه او تنکی ځوانان د سر بېنېڅا ښارته نېژدی وژلی وو.

کارپوهان وایي د جنګی جناېاتو له مشکوک ( ملادیچ ) نه به په ١٩٩٥ کال کي د مسلمانانو د( سربېنېڅا ) پر سیمي باندي د حملې په باب چي هغه وخت د ملګرو ملتو تر حفاظت او ساتني لاندي وه پوښتني او تحقیقات کیږي.

رپوټونه وايی په سرببېنڅا کې ، بېا وروسته ډیر ډله ایز قبرونه پیدا شول اوتقرېبا د ٨٠٠٠ مړېو په شاوخواکی، په دغو ډله ئېزو قبرونوکې و پیژندل شول.

د بازنېا جګړه د سولی دېوې معاملی په نتېجه کې پاېته ورسېدله. دغه هېواد د سرب دقوم او کورت په قوم سره جلا شو . دکروت قوم مسلمانان دی.

XS
SM
MD
LG