د لاس رسي وړ اتصالات

راتکو ملادیچ نن په بلګراد کې محکمې ته وړاندې کیږي


راتکو ملادیچ نن په بلګراد کې محکمې ته وړاندې کیږي
راتکو ملادیچ نن په بلګراد کې محکمې ته وړاندې کیږي

د سربېا د جنګی جناېاتو مشکوک راتکو ملادېچ نن د جمعې په ورځ په بلګراد کې محکمی ته ددې لپاره راوستل کېږی چې دملګر وملتونو د جنګی جناېاتو محکمې ته دهغه د لېږلو بندوبست وشی.

پرهغه باندی د بوسنیا په جګړه دکې د بشرېت خلاف جناېاتو تورونه لګول شوېدي.

د سربیا دغه فراري جنرال ( راتکو ملادیچ ) پټ ژوند کاوه او له شپاړسو 16 کالو نه وروسته، د پنجشنبې په ورځ ونیول شو او په بلګراد کي د سربیا د جنګي جنایاتو محکمې ته حاضر کړای شو.

رپوټ وايي دهغه صحت ښه ندی او ډاکټران په دې غور کوی چې هغه محاکمه کېدلی شی او که نه.

( ملادیچ ) د شمالي بوسنیا په یوه کلي کي ونیول شو ، په هغه پسې په هاګ کي د ملګرو ملتونو د جنایاتو بین المللي محکمه هم ګرځیدله چي د جنګي جنایاتو په تور یې محاکمه کړي. پرهغه باندی لګېدلو تورونو کي هغه قتل عامونه هم شامل دي چي هغه د ١٩٩٠ په لسیزه کي د بوسنیا د جګړې په وخت کړي وو.

دملګرو ملتونو محکمه چې د جنګی جناېاتو مجرمېن محاکمه کوي وايی دوی ملادېچ په پخوانی ېوګوسلاوېا کې په 1995 م کال کې محکمی ته په دې خاطر راغوښتی و چې د بازنېا په درې کلن جنګ کې ېې د ډېروفجاېعو د سرته رسولو امر کړی و. هغه د بازنېا په (سرای وو )کې تقرېبا اته زره بوسنیایي مسلمانان نارېنه او تنکی ځوانان د سر بېېنېکا ښارته نېژدی وژلی دی.

د سربیا محکمه به دا معلومه کړي چي د هاګ بین المللي محکمې ته د ښاغلي

ملادیچ د سپارلو ټول شرایط بشپړ شوي دي که نه.

روسېه چې د سربېا متحد هېواد دی غوښتنه ېې کړېده چې محاکمه دی عادلانه ، بې تعصبه اومنصفانه و.

د بوسنیا اود سربېانو د جګړې د وخت قوماندان ( راتکو ملادیچ ) د جنوبي بوسنیا په یوه کوچني کلي کي چي ( کالي نو ویک ) نومیږي، لوی سوی دی.

هغه د ١٩٦٠ په لسیزه کي نظامي تعلېم بشپړ کړ او په ١٩٦٥ کال کي د هغه وخت د یوګوسلاویا په ملي پوځ کي د صاحب منصب په توګه شامل سو او وروسته د یوګوسلاویا د نا آرامیو په وخت کي هغه د بوسنیا د سربانو د قواو قوماندان و او د ( سرا یي وو ) د محاصرې مشري یې هم کړې ده.

کارپوهان وایي چي د ښاغلي ( ملادیچ ) نه به په ١٩٩٥ کال کي د مسلمانانو د

( سربېنېکا ) په سیمي باندي د حملې په باب چي د ملګرو ملتو تر حفاظت او ساتني لاندي وه پوښتني او تحقیقات کیږي.

په دې سیمه کي وروسته ډیر ډله ایز قبرونه پیدا شوي دي اوتقرېبا ٨٠٠٠ مړي یې پیژندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG