د لاس رسي وړ اتصالات

مارټین لوتر کینګ به په اوسني عصر کې څه کړي وای؟


په امریکا کې د هرکال د جنورۍ د میاشتې درېیمه دوشنبه عمومي رخصتي وي. په دغه ورځ د امریکا د مدني حقوقو مبارز مارټین لوتر کینګ زیږیدلی دی. سږکال دغه رخصتي د فیرګوسن او نیویارک په ښارونو کې د پېښو وروسته د زیات شمیر کسانو دپاره ځانګړې معنی لري.

که چیري نن مارټین لوتر کینګ ژوندی وای نو د مایکل برون په هکله او د ایریک ګارنر په هکله به یې څه شي ویلي وای چې د فیرګوسن او د نیویارک په ښارونو کې د پولیسو سره د جنجال وروسته ووژل شول. دوي دواړه بې وسلې وو. کینګ به د هغوي د وژل کېدو وروسته د خلګو د غوصې او مظاهرو په هکله څه ویلي وای؟

مارټین لوتر کینګ خپل د مدني مبارزې پر مهال یوه ډیره مشهوره وینا کړې وه چې پیل یې و " زه آرمان لرم" کینګ داسي ویلي و ،،زه یو آرمان لرم چې یوه ورځ به زما څلور سره کوچني ماشومان په دې هېواد کې ژوند کوي او هغوي به د جلد د رنګ پر بنسټ نه بلکې خپل د شخصیت پر بنسټ قضاوت کېږي.

د ښاغلي کینګ د "زه یو آرمان لرم" وینا چې د ۱۹۶۳ کال د مارچ په میاشت کې یې پر واشنګټن باندې د یوه ستر مارش په لړ کې وکړه، ډیره مشهوره وینا وه او مارش هم د امریکا په تاریخ کې خورا زیات اهمیت لري ځکه د لاریون موخه دا وه چې په امریکا کې د نژاد پر بنسټ د خلګو ویش پای ته ورسېږي او ټولو امریکایانو ته عین حقوق ورکړل شي."

د مایکل برون او ایرک ګارنر وژنه او غبرګونونه

تیره میاشت په واشنګټن کې بل لاریون ترسره سو او د امریکا په پایتخت واشنګټن ډي سي کې په لسګونو زره خلګو د مایکل برون او ایرک ګارنر د وژنو نه وروسته د عدالت غوښتنه کوله.

د واشنګټن ډي سي د تیري میاشتي مظاهرې سوله ایزې وې. د مارټین لوتر کینګ خورځه الوېدا کینګ چې د هغې پلار هم د مدني حقوقو یو فعال دی، وايي چې په فیرګوسن ښار کې د قاضي د فیصلې وروسته د تشدده ډکو مظاهرو په لارې اچول مناسب غبرګون نه و.

هغه وايي چې هغه شعار چې د فیرګوسن مظاهره چیانو ورکوی چې ول " که عدالت نه وي، سوله نسته" یو تند غبرګون و او زیاته یې کړه چې یواځي سوله ایزې مظاهرې کولای شي چې ښه نتایج ولري . هغې د ۱۹۶۳ کال هغې ورځې ته اشاره وکړه چې کور یې په بم باندې والوزول شو.

الوېډا کینګ وايي "زما په یاد دي چې زما پلار د خپل موټر پر سر ولاړ و او خلګو غوښتل چې هماغه څه وکړي چې د فیرګوسن په ښار کې یې وکړل. هغوي ډبري غورځولې او هڅه یې کوله چې د پولیسو پر موټرو بریدونه وکړي. هغوي هڅه کوله چې د تشدد څخه کار واخلي. زما په یاد دي چې زما پلار د یو لوډ سپیکر په مرسته پر خلګو غږ وکړ چې تشدد مه کوی! شورماشور مه جوړوی! زه او کورنۍ مي ښه یوو. ولاړ سیْ خپلو کورونو ته ولاړ سیْ او دعاګانې وکړې."

د پولیسو پرضد خصومت

ځیني د چارو کارپوهان په دې آند دي چې د تیرو څو میاشتو مظاهرو د پولیسو په مقابل کې یو ډول خصومت وزیږوی او ښايي همدغه خصومت د دې لامل ګرځیدلی وي چې د نیویارک په ښار کې دوه د پولیسو افسران، رافیل راموس او وینجین لیوو، ووژل شول.

خو یو مثبت کار چې د ورستیو مظاهرو په لړ کې وشو هغه دا و چې په ټولنیزو رسنیوو کې د نژادي تبعیض په هکله سوله ایز بحثونه پیل شول.

د مارټین لوتر کینګ خورځه، الوېډا کینګ داسي وايي ،، کله چې زه پر ټویټر باندې هغه هشتګ وینم چې وايي "د تورپوستو ژوند هم اهمیت لري" نو داسي فکر کوم چې د نطفې څخه تر طبیعي مرګه پوري، د مریضي په حال کې، ځوانان، سپین ږري، باسواده او هغه کسان چې په ټولنه کې مرستې ته ضرورت لري، د ټولو تورپوستو او ټولو انسانانو ژوند اهمیت لري."

د نن ورځې په رخصتۍ کې د امریکا په زیات شمیر ښارونو کې لاریونونه پلان شوي دي او په ټول هېواد کې په کلیساوو کې مذهبي مراسم په پام کې نیول شوي دي.

د امریکا د ولسمشر او کورنۍ په ګډون یې ټول امریکایان هڅه کوي چې په ټولنیزو پروګرامونو کې برخه واخلي او امریکایان سره متحده کړي.

الویډا وايي چې همدغه یې د ماما آرمان و چې خپل هېواد سوله ایز او متحده وویني.

XS
SM
MD
LG