د لاس رسي وړ اتصالات

یو کمیسیون کابل کې د پروني برید څیړنه کوي


د افغانستان د دفاع وزارت استخباراتي مرستیال د دغه کمیسیون مشري کوي.
د افغانستان د دفاع وزارت استخباراتي مرستیال د دغه کمیسیون مشري کوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د سردارمحمد داؤد خان پر پوځي روغتون باندې د پروني برید د څرنګوالي او د دغه برید د عاملینو د موندلو لپاره یو باصلاحیته کمیسیون ته د څیړنو دنده سپارل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل، دغه کمیسیون د افغانستان د دفاع وزارت د استخباراتي مرستیال جنرال هلال‌الدین هلال په مشرۍ جوړ شوی دی.

جنرال وزیري وویل "یو باصلاحیته کمیسیون ته دنده سپارل شوې ترڅو د دې مسلې تحقیق وکړي، چې دغه کسان څه ډول دننه شول، چا ورسره همکاري کړې ده، نه یې ده کړې او ټول اړخونه یې وڅیړي، معلوم یې کړي، وروسته له هغې به موږ ووایو چې دوی څه ډول دننه شول."

د دفاع وزارت ویاند له بریدګرو سره په روغتون کې دننه د چا د همکارۍ لاس لرل نه رد او نه هم تائید کړل، خو ویې ویل چې لومړني بریدګر په روغتون کې دننه د جنوبي دروازې مخې ته ورسره چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړې ده.

خو د پیښې یو شمیر عیني شاهدانو، چې د برید پر مهال په روغتون کې بستري ؤ، ادعا کړې، بریدګرو په دې حمله کې له هغو وسلو کار اخیستی، چې شاوخوا درې میاستې مخکې په دغه روغتون کې ځای پر ځای شوې ې.

د جنرال وزیري پر وینا، په دغه برید کې د روغتون د کارکؤنکو لاس لرل به د څیړنو په نتیجه کې روښانه شي او که چیرې دا حقیقت ولري دغو کسانو ته به سخته سزا ورکړل شي.

د افغان حکومت د اجرائيه ریاست ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، هغه کسان به تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې ونیول شي، چې د پروني برید پر مهال یې په خپله دنده کې بې‌پروايي کړې ده.

هغه په دوام کې وویل "دا موضوع د حکومت د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې هم همدا اوس تر بحث لاندې ده او په دې اړه به د حکومت رسمي دریځ اعلان شي."

پرون سهار شاوخوا ۹ بجې په وسلو او لاسي بمونو سمبال څلورو بریدګرو د سردارمحمد داؤد خان پر پوځي روغتون برید وکړ او څه باندې پنځه ساعته یې له افغان ځواکونو سره جګړه وکړه.

د افغانستان دفاع وزارت د شمیرو له مخې، په دغه برید کې د ډاکترانو، نرسانو، د روغتون کارکؤنکو او ناروغانو په ګډون ۳۱ تنه ووژل شول او ۵۳ نور ټپيان شول.

د دغه برید مسولیت د داعش ډلې منلی دی.

XS
SM
MD
LG