د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال هلال: پر سردار محمد داود خان روغتون برید په بهر کې پلان شوی و


د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې پر سردار داودخان روغتون باندې د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی
د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې پر سردار داودخان روغتون باندې د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی

د سردار محمد داود خان پر پوځي روغتون یوه اونۍ وړاندې د شوي برید د څرنګوالي په اړه د ولسمشر غني له خوا د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو د مرستیال جنرال هلال الدین هلال په مشرۍ کمیسیون نن د چهارشنبې په ورځ د خپلو پلټنو لومړنۍ پایلې له رسنیو سره شریکې کړې.

جنرال هلال الدین هلال وویل د سردار محمد داود خان په روغتون باندې په برید کې وژل شویو کسانو شمیر ٥٠ ته لوړ شوی دی.

د دغه کمیسیون موندنې ښيي چې د دې برید پلان له افغاستان څخه بهر ترتیب شوی و او د برید په وخت د روغتون له دننه څخه برید کوونکو سره چا مرسته نه ده کړې.

جنرال هلال الدین هلال نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې د دې برید په تړاو له ۲۴ تنو څخه پلټنې روانې دي چې د دغه پوځي روغتون منسوبین هم په کې شامل دي.

جنرال هلال وویل: " موږ هغه کسان چې د غفلت او بې پروايي له امله مو نیولي د جنرال تر کچې دي او شاوخوا څلورویشت تنه دي. "

جنرال هلال الدین هلال دا ونه ویل چي دا برید له افغانستان بهر په کوم هېواد کې پلان شوی و.

که څه هم هغه وویل په برید کوونکو کې د افغانانو تر څنګ بهرنیان هم وو، خو د بهرنیانو د هویت په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت لا له وړاندې منلی دی.

افغان حکومت اکثره د دغسې بریدونو د پلانونو پړه پر پاکستان اچوي.

په دې وروستیو اونیو کې افغانستان او پاکستان حکومتونو یو بل پخپلو هېوادونو کې د ناامنیو په پېښو کې د لاس لرلو او د وسله والو له خوا د دغو هېوادو له خاورې د کار اخیستلو تورونه لګولي دي.

پاکستان په افغانستان تور لگولی چې په دغه هېواد کې د وروستیو تروریستي بریدونو کې د افغانستان له خاورې کار اخیستل شوی او د همدې له امله یې افغانستان سره د تورخم او چمن سرحدي دروازې هم تړلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو مرستیال په خپل ننني خبري کنفرانس کې په ځینو رسنیو کې هغه خپاره شوي رپورټونه چې د سردار محمد داود خان روغتون په برید کې د افغان پوځ یو شمېر لوړ پوړي جنرالان هم وژل شوي رد کړل.

هغه وویل چې د ۵۰ وژل شویو کسانو په ډله کې یو ډګروال، یو ډګرمن او یو هم د پوځي روغتون ډاکټر شامل دي. د هغه په وینا په دې برید کې ۹۹ تنه ټپیان شوي و چې د درملنې وروسته اوس یوازې ۳۱ تنه لا هم په روغتون کې دي.

XS
SM
MD
LG