د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د داعش ځای ناستی مشر وژل شوی دی


د اسلامي دولت یا داعش دا ځای ناستی مشر حافظ واحدي وو، او د هلمند د سنګین ولسوالۍ د ملازوی په سیمه کېتیره ورځ سهار وژل شوی دی.
د اسلامي دولت یا داعش دا ځای ناستی مشر حافظ واحدي وو، او د هلمند د سنګین ولسوالۍ د ملازوی په سیمه کېتیره ورځ سهار وژل شوی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې په هلمند کې د اسلامي دولت د وژل شوي مشر ځای ناستی هم د یکشنبې په ورځ د ملي اردو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د اسلامي دولت یا داعش دا ځای ناستی مشر حافظ واحدي وو، او د هلمند د سنګین ولسوالۍ د ملازوی په سیمه کې تیره ورځ سهار وژل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې حافظ واحدي د داعش د پخواني وژل شوي مشر ملا عبدالروف خادم وراره وو او د خپل تره له وژل کېدو وروسته یې د داعش د ډلې رهبري په غاړه اخېستې وه.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حافظ واحدي د وژل کېدو ترڅنګ د داعش د ډلې نهه تنه نور غړي هم وژل شوي، دا ډول پدغو عملیاتو کې شپږ تنه د داعش پلویان ټپي شوي هم دي.

د حافظ واحدي تره ملا عبدالروف چې په خادم مشهور وو، د سږ لمریز کال د دلوې په شلمه نېټه د هلمند د کجکي په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی وو.

تر ملا خادم وروسته حافظ واحدي په افغانستان کې د داعش دوهم لوړ پوړی مشر دی چې وژل کیږي.

د نظامي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل د افغان امنیتي ځواکونو له اړخه په لږه موده کې په افغانستان کې د داعش د ډلې د دوو مشرانو وژل کېدل دغو ځواکونو ته بریالیتوب ګڼي، او وايي، چې د داعش د ډلې د مشرانو وژل کېدل په هغوی تاثیر لري او مورال یې کمزوری کوي.

نظامي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي، دا بریالیتوب هم د ملي امنیت دی او هم د افغان ځواکونو چې دا کس یې پېژندلی او بیا یې له منځه وړی دی.

خو جنرال عتیق الله امرخېل بیا په افغانستان کې د داعش د ډلې په تړاوو وايي، چې دا ډله له کوم بل ځای نده راغلې، بلکې د طالبانو جنګیالیو یو بېرغ ښکته کړی او بل پورته کړی دی.

هاخوا څه موده وړاندې د اجرائیه رئيس دوهم مرستیال محمد محقق ویلي وو، چې داعش په افغانستان کې له دوو لارو هڅه کوي، ترڅو منځنۍ اسیا ته ځان ورسوي، لومړۍ لاره یې د کنړ له لارې په غرونو د تاجکستان له پلو ور اخوا او بله لاره یې د هلمند له اوږدو په منځني افغانستان منځنۍ اسیا ته.

وروسته له هغې چې په عراق او سوریه کې اسلامي دولت چې په داعش یادیږي، سر راپورته کړ ددغې ډلې د فعالیتونو سره سره په ځینو نورو سیمو کې هم د هغوی په پلوي اعلانونه وشول، په افغانستان کې هم د داعش په تړاوو په وروستیو کې خبرونه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG