د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: درېیو میاشتو کې مو اته زره عملیاته کړي


جنرال امان وایي چې په اوس وخت کې یوازې څلور ولسوالۍ د مخالفو وسله والو په لاس کې دي.
جنرال امان وایي چې په اوس وخت کې یوازې څلور ولسوالۍ د مخالفو وسله والو په لاس کې دي.

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د اوپراسیون رئيس تورن جنرال محمد افضل امان د ملي دفاع په وزارت کې خبریالانو ته نن وویل چې دا عملیات په ټول افغانستان کې ترسره شوي، او دا عملیات پلان شوي، واړه او لوی عملیات ول، د امنیت د تامین، د ثبات د ساتنې، او قاطع او ځانګړي عملیات هم پکې شامل دي.

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د اوپراسیون رئيس جنرال محمد افضل امان په کابل کې د دفاع وزارت له نورو جنرالانو سره یو ځای خبریالانو ته وویل د تېر کال په نسبت سږ کال ګواښونه خورا زیات دي، او د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملي اردو تلفات هم خورا زیات شوي دي.

جنرال افضل امان وویل "بدبختانه جنګ د تېر کال په نسبت او د تېر کال د پسرلي په پرتله تقریبا سراسري وو، له هرات، بادغس، غور، هلمند، فراه، کندهار، غزني، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، ختیځ، شمال ختیځ، بدخشان، کندز، فاریاب، او حلقوي سړک، د افغانستان په ټولو برخو کې متاسفانه ګواښونو شتون درلود."

د دفاع د وزارت دغه لوړ پوړي جنرال دا ډول وویل چې په افغانستان کې څلور ولسوالۍ، د غزني ناوه، د هلمند باغران او دیشو، او د زابل خاک افغان هغه ولسوالۍ دي، چې د وسلوالو مخالفینو په ولکه کې دي، او د بدخشان یمګان له هغه وروسته چې طالبانو نېولې وه، د ملي اردو په ولکه کې ده او تصفیوي عملیات پکې روان دي.

دفاع وزارت وايي، د غزني په ناوه ولسوالۍ کې عملیات کوي، او دغه ولسوالۍ غواړي بېرته د دولت ولکه کې راولي.

دفاع وزارت وايي اوس له مدافعې حالت نه وتي دي، او د تعرض په حال کې دي او همدا نن هم څوارلس پلان شوي عملیات په دیارلسو ولایتونو کې روان دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت محمد وزیري پدغه ګډ خبري کنفرانس کې له طالبانو نه د ایران د ملاتړ په تړاوو وویل چې دقیق اسناد نه لري، خو پلټنه کوي.

جنرال وزیري وویل ده له رسنیو سره ندي ویلي، چې ګواکې ایران له طالبانو ملاتړ کوي.

هوائي ځواک

په ورته وخت کې د ستر درستیز د هوائي ځواکونو مرستیال وايي، لا هم د ملي اردو هوائي ځواک د تجهیزاتو د کموالي له جدي ستونزو سره مخ ده.

د ستر درستیز د هوائي ځواکونو مرستیال جنرال محمد دوران وویل په خپله ولسمشر غني پدې اخته دی، چې څنګه هوائي ځواک لا تجهیز کړي.

جنرال دوران وايي "جیټ، ښکاري الوتکې او بمبار کوونکې الوتکې لا لومړي سره د نړیوالو په پلان کې نشته دي."

خو جنرال محمد دوران وايي، د ملي اردو د هوائي ځواک نوي په سلو کې زیربناووې بشپړې شوي دي.

د دفاع وزارت قراردادونه

پدې خبري کنفرانس کې د دفاع وزارت د مادي او تخنیکي معاونیت سرپرست جنرال محمد نبي احمدزي وویل، چې اردو د اکمالاتو له ستونزو سره نده مخ او ددفاع وزارت قراردادونه اوس ټول د ولسمشر په مشرۍ د تدارکاتو د ملي کمېټې له خوا په مخ وړل کیږي.

ولسمشر غني هره شنبه ناوخته د تدارکاتو د کمېټې مشري کوي.

د دفاع وزارت د مادي او تخنیکي معاونیت سرپرست جنرال محمد نبي احمدزی وايي، ددغه وزارت دوسیې کتل شوي، او یو ملیارد دري سوه پنځه دېرش ملیونه افغانۍ مناقصه ددفاع وزارت په قراردادونو کې راغلي او دولت ته پیسي سپما شوي دي.

نوموړی وايي، ژر به د ټولو قراردادیانو تادیات وشي.

دفاع وزارت پداسې حال کې ددغو عملیاتو د اجراء خبره کوي، چې بل لورته سږ کال په امنیتي لحاظ د عامو خلکو په خبره بد کال دی.

XS
SM
MD
LG