د لاس رسي وړ اتصالات

د هند صدراعظم د بابري جومات پرځای جوړ شوی مندر پرانیست


د هند صدراعظم نریندرا مودي په اترپردیش کې د معبد د پرانیستلو په مراسمو کې.
د هند صدراعظم نریندرا مودي په اترپردیش کې د معبد د پرانیستلو په مراسمو کې.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۲ (سلواغې دوهمه) هغه مندر پرانیست چې په ۱۹۹۲ کال کې د ویجاړ شوي بابري جومات پر ځای جوړ شوی دی.

مودي د دغه معبد پرانیستل د هند لپاره د یو "نوي دور" پیلامه وبلله. دې اقدام ته د هغه د هندو ملتپال سیاست دپاره د ملاتړ پیاوړي کولو د هڅې په سترګه کتل کیږي چې په روان کال کې د عمومي ټاکنو وړاندې وفاداران جذبوي.

مودي د نوي جوړ شوي مندر مخې ته د وینا پر مهال وویل: "د غلامۍ د زنځیرونو له ماتولو سره، هیواد باید پورته شي، او له تیر څخه درس واخلي... یو هېواد یوازې په دې ډول نوی تاریخ جوړوي."

پر دغه ځای باندې په شپاړسمې پیړۍ کې جوړ شوی بابري جومات ولاړ و چې په ۱۹۹۲ کې د مودي د ګوند له خوا د پارول شویو هندوانو له خوا ویجاړ شو.

دې کار په هند کې ددغه هېواد د ازادۍ راهیسې تر ټولو ناوړه مذهبي بلوا رامنځ ته کړه، د هند د رسمي سیکولر سیاسي نظم بنسټ یې ولړزاوه او په ترڅ کې یې لږترلږه ۲۰۰۰ کسان ووژل شول چې زیاتره یې مسلمانان وو.

د نوي معبد په منځ کې ولاړ له ډبرې جوړ بت ته د دعا او عبادت وروسته، مودي وویل: "د ۲۰۲۴ کال د جنوري ۲۲مه یوازې یوه نېټه نه ده بلکې د یو نوي دور پیلامه ده... دا د رام عالي نعمتونه دي چې موږ یې شاهدان یو."

د اترپردیش ایالت د ایودیا په سیمه کې د دغه معبد د پرانیستلو مراسمو ته لسګونه زره خلک راټول شوي وو او د ډولونو وهلو او نڅا سره یې خوښي څرګندوله. پوځي چورلکو له هوا څخه پر مراسمو باندې ګلونه وشیندل.

په هند کې د بابري ړنګ شوي جومات پر ځای د جوړ شوي مندر د پرانیستنې په مراسمو کې لسګونه زره خلکو ګډون کړی و.
په هند کې د بابري ړنګ شوي جومات پر ځای د جوړ شوي مندر د پرانیستنې په مراسمو کې لسګونه زره خلکو ګډون کړی و.

په ایودیا کې د مسلمانې ټولنې کم تعداد خلک د مراسمو په منځ کې لیدل شوي خو د هند د اپوزیسیون مشرانو پکې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

د مودي د واکمن بهارتیا جنتا ګوند لپاره د رام مندر پرانیستل د لسیزو اوږد کمپاین نتیجه ده چې هڅه کوي په هند کې حکومتداري د هندو مذهب سره سمون ولري. د مندر له پرانیستلو وړاندې مودي وویل: "خدای زه پیدا کړی یم چې د هند د ټولو خلکو استازیتوب وکړم."

یو شمېر منتقدینو ویلي چې مودي د دغه معبد له پرانیستلو څخه د انتخاباتي کمپاین لپاره ګټه پورته کوي. د مودي او د هغه د ګوند په اړه ویل کیږي چې یوه لسیزه وړاندې واک ته د رسیدو راهیسې، هڅه کوي چې هندو مذهب ته په ټولنه کې پرمختګ ورکړي.

د بهارتیا جنتا ګوند په هغه کمپاین کې مهم رول لوبولی چې په پایله کې یې د بابري جومات ویجاړ کړل شو.

دې اقدام مودي او د هغه د ګوند پرمختګ ته لار هواره کړه او وتوانید چې د سیکولر کانګرس ګوند څخه، چې د بریتانیا څخه د هند د ازادۍ له اخیستلو راهیسې واکمن و، واک ترلاسه کړي.

په هند کې عمومي ټاکنې د اپریل په میاشت کې پیلیږي، او له ټاکنو وړاندې د رام مندر پرانیستلو، مودي د هندو عقیدې د مدافع په توګه څرګند کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG