د لاس رسي وړ اتصالات

طاهر اڅګزي هم تقاعد وکړ


طاهر اڅګزی
طاهر اڅګزی

زموږ همکار طاهر اڅګزي د امریکاغږ آشناراډیو سره د تقریبا ۲۸ کالو نه وروسته او په راډیو ژورنالیزم کې په مجموعي توګه د ۵۳ کالو نه وروسته تقاعد وکړ.

په مرکې کې اڅګزي صاحب د خپل ۷۷ کالو د عمر ډیرو لومړیو کلونو ته ځي چې د هغه وخت د کندهار د ژوندانه په حالاتو کې څنګه رالوی سو او په څنګه شرایطو کې یې لومړنی ښوونځی ولوست او بیا يې څنګه د راډیو ژورنالیزم مسلک غوره کړ، او په دې لار کې یې څومره کار او خدمت کړی دی.

د اڅګزي صاحب یو پخوانی همکار سید بختیار شاه وايي چې د امریکاغږ د پښتو په دې خپرونې کې «زما او د محترم طاهر اڅګزي صاحب ترمنځ د همکارۍ وخت تقریبا ۲۸ کالو ته رسیږي، زه دا په صراحت ویلی شم چې هغه دومره لایق او پوه انسان دی چې ما تر نه ډیر څه زده کړې او په دې ویاړم چې د هغه سره مې دومره وخت کار کړی دی.»

سید بختیارشاه زیاتوي «تاسو په دې باور وکړی چې په دومره ډیر وخت کې زموږ ترمنځ یوه خبره هم کښته پورته شوې نه ده. اڅګزی صاحب د ښو اخلاقو خاوند او بې حده زیاته حوصله لري. په کار پوه و او هر کار چې ورسپارل شوی هغه یې ډیر په صداقت سرته رسولی دی. د الله پاک نه ورته ښه صحت غواړم او بیا وایم چې د هغه ځای به هیڅ کله هم ډک نه شي.»

د شافعه سردار سره د اڅکزي صاحب مرکه دلته اوریدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:26:13 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG