د لاس رسي وړ اتصالات

محمد خان: که ټاکنې وگټو د وسله والو ډلو سره روغه کوو


د عبدالله عبدالله لومړی مرستیال وایي که د دوی انتخاباتي ټیم بریالی شي، د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار، حقاني او طالبانو سره به روغه وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د نوماند عبدالله عبدالله لومړی مرستیال محمد خان له امریکا غږ آشنا تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که د عبدالله عبدالله په مشرۍ انتخاباتي ټیم واک ته ورسیږي، نو د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار، حقاني او طالبانو سره به روغه جوړه کوي.

ښاغلي محمد خان د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې که واک ته ورسیږي نو د جمهور رئيس د لومړي مرستیال په توګه به یې شتون سمبولیک نه وي، بلکې په پرېکړو کې به رغنده رول ولري.

ښاغلی محمد خان ددې پوښتنې په ځواب کې چې ستاسې ټیم د ټولټاکنو په لمړي پړاوا کې له خپل سیال ټیم نه دیارلس فیصده مخکې و، څه فکر کوئ چې دا ځل به تاسې انتخابات وگټي که څنگه؟ وویل « په لمړی پړاو کې هم زمونږ د ټیم رایی له پنځه څلویښت فیصده نه لوړې بلکې له پنځوس فیصده څخه هم لوړې وې، خو په څه خط کش یو او نورو سناریوگانو باندې پنځه څلویښت فیصدو ته را کښته شوې. اوس له مونږ سره زلمی رسول او د هغه مرستیال چې په لمړي پړاو کې یې یولس فیصده رایی درلودې، همدارنگه استاد سیاف چې هر څومره رایی یې درلودې او اوس هم ورسره دي او د گل اغا شیرزي ټیم زمونږ له ټیم سره یوځای شوی، او بل دا چې هره ورځ دری څلور حمایتي غونډې زمونږ د ټیم په ملاتړ جوړیږي، حتی پرون اوه غونډې جوړې شوې وې، نو زما په فکر پدی پړاو کې به زمونږ د ټیم رایی له اویا فیصدو څخه هم لوړې وي.»

هغه د یوی پوښتنې په ځواب کې چې ویل کیږي دا کسان سمبولیکه بڼه لري او په دوهم پړاو کې به دا رایی ونه گټي، وویل څوک چې د ښاغلي عبدالله له ټیم سره یوځای کیږي، هغوی گواکې سمبولیکه بڼه لري نه داسمه نه ده، د استاد سیاف او گل اغا شیرزي خپلې ټولې رایی له ځان سره لري او رایی یې زمونږ ټیم ته راځي، او د زلمي رسول به هم ښایی پنځوس فیصده رایی زمونږ ټیم ته راشي، او دا ځل انشاالله که مونږ ژوندی وو، په مشرقی ولایاتو، کندهار او هلمند کې به د تیر ځل صحنې نه وي.

دا مرکه په بشپړ ډول دلته لیدلای او اوریدلای شئ:
XS
SM
MD
LG