د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: د مخالفینو تلفات ۸۵ سلنه زیات شوی دی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تیر کال په پرتله سږکال د وسله والو مخالفینو تلفات ۸۵ سلنه زیات شوی دی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تیر کال په پرتله سږکال د وسله والو مخالفینو تلفات ۸۵ سلنه زیات شوی دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، سږکال افغان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په کچه زیات پوځي عملیات ترسره کړي دي او اوس هم په مختلفو سیمو کې د ترهګرو په وړاندې په دولسو عملیاتو کې ښکیل دي چې په ترڅ کې یې د دولت وسله والو مخالفینو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل د هلمند ولایت په شمالي سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د ذولفقار په نوم عملیاتو په پایله کې چې نږدې دوه میاشتې یې دوام وکړ د دولت سلګونه مخالفین ووژل شول او پټنځایونه یې له منځه یوړل شول.

هغه وویل، د تیر کال په پرتله سږکال د وسله والو مخالفینو تلفات ۸۵ سلنه زیات شوی دی.

ښاغلي صدیقي وویل "اهداف مو ترلاسه کړي دي، نږدې پینځه سوه مخالفین له منځه تللي، هغه کسان وو چې په کلونو کلونو دلته دوی مورچلې درلودې او ځایونه یې جوړ کړي وو او له قاچاقبرانو سره دوی مستقیم لاس درلود ترڅو د دې ولایت امنیت خراب کړي".

ملکي تلفات

د ذولفقار د عملیاتو له پای ته رسیدو وروسته ځینو رسنیو د هلمند د یو شمیر اوسیدونکی له قوله راپورونه خپاره کړل چې په دغه عملیاتو کې زیات شمیر ملکي وګړو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي خو د کورنیو چارو وزارت ویاند په دغو عملیاتو کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه خپاره شوي راپورنه رد او دا یې د یو شمیر هغو کسانو تبلیغات وګڼل چې په سیمه کې یې شخصي ګټې تر ګواښ لاندې راغلي دي.

"دغسې کسان شته هغه عوامل شته عناصر شته چې دوی زیانمن شوي دي او یا خدای مه کړه له دښمنانو سره دوی لاس لري او یا دا خپله طالبان دي چې کوشش کوي د ذولفقار د عملیاتو د نتایجو پر وړاندې دوی تبلیغات وکړي خو زه او ټول امنیتي ځواکونه دا تاسې ته ثابتوم چې په دغه عملیاتو کې ملکي خلکو ته تلفات نه دی اوښتی".

د کورنیو چارو زوارت په داسې حال کې د ذواالفقار په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو راپورونه ردوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تیر کال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله سږکال ملکي تلفات ۸ سلنه زیات شوي دي.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي، د روان زیږدیز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو تر منځ په ځمکنیو نښتو کې نږدې ۱۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۸۵ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر نیکولاس هیسم په روان کال کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې له ښکیلو لوریو څخه یې په کلکه غوښتي، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره اړین ګامونه پورته او د جګړې پر مهال د ملکي وګړو د استوګنې په سیمو کې د هاوانونو او راکیټونو له کارولو څخه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG