د لاس رسي وړ اتصالات

پر ملي شورا برید د بریدګرو په وژلو پاې ته ورسید


د ولسي چرګې ادارې پلاوی وایي چې په دغه برید کې د پارلمان غړو ته د سر کوم زیان نه دی رسیدلی.
د ولسي چرګې ادارې پلاوی وایي چې په دغه برید کې د پارلمان غړو ته د سر کوم زیان نه دی رسیدلی.

د کابل امینه قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي وايي چې ټولو اوه بریدکوونکو د افغانستان په پارلمان باندې په برید کې برخه لرله چې د دغه برید په سرکې یو بریدکوونکي د چاودیدونکو توکو خپل ډک موټر د پارلمان د دروازې په مخ کې وچاوه او شپږ نورو بریدکوونکو د پارلمان ودانۍ مخې ته یوې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځایه یې په پارلمان ډزې پیل کړې.

جنرال رحیمي وویل چې د پولیسو سره د یو نیم ساعت جګړې وروسته ټول بریدګر ووژل شول په پارلمان برید پای ته ورسید.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې نن ۱۰:۲۵ په شاوخوا کې د افغانستان د پارلمان ودانۍ مخې ته یوه درنه چاودنه شوې، خو په چاودنه کې د پارلمان غړو ته د سر کوم زیان نه دی رسیدلی.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال حاجي محمد نذیر احمدزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې وکیلان د پارلمان په تالار کې په یوه غونډه کې ناست وو، چې د پارلمان د ودانۍ بهر یوه چاودنه وشوه ‎.

ښاغلي احمدزي وویل چې د پارلمان ټول غړي روغ رمټ دي او چاته په برید کې زیان نه دی رسیدلی.

هغه وویل چې د برید وروسته وکیلان خپلو کورونو ته تللي دي.

د پیښې په ځای کې د امریکا غږ خبریال وایي چې د یو ځانمرګي بریدکوونکي له خوا د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د چاودنې وروسته څو تنه بریدکوونکي د پارلمان د ودانۍ مخامخ یوې نیمکاره ودانۍ ته ختلي او له هغه ځایه د پارلمان په وداني ډزې کوي.

زمونږ خبریال وایي لا تراوسه افغان امنیتي ځواکونه دغې ودانۍ ته نه دي ننوتي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې سیمې ته د پولیسو ځانګړي ځواکونه رسیدلي او حالت د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

د پیښې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې لومړی یو ځانمرګي بریدکوونکي د پارلمان د ودانۍ د دروازې مخې ته د چاودیدونکو توکو ډک خپل موټرته چاودنه ورکړه او بیا وروسته نور بریدکوونکي چې شمیر یې لا څرګند نه دی، د پارلمان مخامخ یوې ودانۍ ته وختل او له هغه ځایه یې د پارلمان په ودانۍ ډزې پیل کړې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رسنیو دفتر امریکا غږ ته وویل چې تر اوسه د برید له ځایه ۲۱ تنه چې پنځه ښځې او دوه ماشومان هم په کې شامل دي په کابل کې دریو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

طالبانو ددغه برید مسولیت هم په غاړه نه دی اخیستی.

دافغانستان په پارلمان دا برید په داسې حال کې شوی چې ټاکل شوې وه، نن د افغانستان نوی نومول شوی د دفاع وزیرمحمد معصوم ستانکزی د جمهوررئیس د دوهم مرستیال محمد سرور دانش له خوا ولسي جرګې غړو ته وروپیژندل شوی وې.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي چې د دوشنبې د ورځې د غونډې مشري یې کوله په لومړي سر کې چاودنه د پارلمان په ودانۍ کې دننه د برښنا شارتي وګڼله او له وکیلانو یې وغوښتل چې اندیښنه ونه کړي خو بیا وروسته وکیلان له تالار ووتل او دا څرګنده شوه چې چاودنه د برښنا شارټي نه بلکه د پارلمان په ودانۍ د مخالفو وسله والو تنظیم شوی برید وو.

د پیښې په وخت په کابل کې ځینو رسنیو د ولسي جرګې د کار بهیر نیغ په نیغه د پارلمان له تالاره خپرو.

XS
SM
MD
LG