د لاس رسي وړ اتصالات

نیکولسن: تیرکال ٥٥٠٠ افغان سرتیري وژل شوي


صدیق صدیقي وایي چې افغانستان د ټولې نړۍ په استازیتوب د تروریزم په وړاندې مقابله کوي.
صدیق صدیقي وایي چې افغانستان د ټولې نړۍ په استازیتوب د تروریزم په وړاندې مقابله کوي.

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جان نیکولسن ویلي چې په ٢٠١٥ کال کې د افغان ځواکونو سختې مرگ ژوبلې د افغان ځواکونو سره د امریکا روزنیز او مرستندویه ماموریت متاثر کړی دی.

جنرال جان نیکولسن د رویترز اژانس سره په خبرو کې ویلي چې په تیر میلادي کال کې ٥٥٠٠ افغان سرتیري وژل شوي او ١۴ زره نور ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه چې د ناتو مشران به له افغانستان څخه ددې ځواکونو د ایستلو په اړه د تصمیم پر وخت دغه ټکی په پام کې ونیسي.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزات وايي، چې افغانستان د ټولې نړۍ په استازیتوب د تروریزم په وړاندې مقابله کوي او په دې برخه کې د نړۍ پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل خبریالانو ته وویل، لا هم د افغان حکومت وسله‌وال مخالفین له افغانستان څخه بهر د تروریستي فعالیتونو زوزنیز مرکزونه لري او له پولې پورې غاړې ورته د تجهیز او تمویل زمینه برابرېږي.

هغه وویل، د دغو امکاناتو سربیره چې د حکومت وسله‌وال مخالفین یې په واک کې لري، افغان امنیتي ځواکونه به هغوی پرېنږدي چې خپلو موخو ته ورسیږي.

ښاغلي صدیقي وویل "په خواشینۍ سره چې د داعش په نوم نوي ګواښونه هم شته، په هر حال دغو امنیتي ستونزو ته په کتو چې موږ ورباندې کار کړی، زموږ امکانات هم زیات شوي، د هوايي ظرفیتونو له پلوه، د محاربې او د عملیاتو د بدلون له پلوه موږ د ۱۳۹۴ کال له تجربو څخه په ګټې اخیستنې په ۱۳۹۵ کال به ورڅخه کار واخلو."

ښاغلي صدیقي زیاته کړه طالبان، القاعده، داعش او د حقاني شبکه لا تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي او د هغوی د ځپلو لپاره افغانستان له نړیوالې ټولنه څخه غواړي، چې افغان ځواکونو سره د پرمختللو تجهیزاتو او روزنې په برخه کې جدي همکاري وکړي.

شفق عملیات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل د نوي کال له پیل راهیسې افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان په ناامنو ولایتونو کې د شفق په نوم پراخ عملیات پیل کړي دي.

ښاغلي صدیقي وویل، دا عملیات په بدخشان، کندز، سرپل، بادغیس، فراه، غزني، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې لا هم دوام لري چې په ترڅ کې یې په تیرو ۱۵ ورځو کې ۱۰۰ وسله‌والو مخالفین وژل شوي، ۱۴ نور ټپیان شوي او ۱۲ تنه ژوندي نیول شوي دي.

هغه دا عملیات بریالي ووبلل او وې ویل "هغه موخې چې موږ په شفق عملیاتو کې د ځان لپاره ټاکلي دي، هغه دا دي چې موږ د طالبانو او یا مخالفینو د ادارې او سوق سیسټمونه له منځه یوسو او په همدې توګه د هغوی پټنځایونه له منځ یوسو هغه ځایونه چې دوی په کې حضور لري، یا یې ځان ته اډې جوړې کړې دي او یا هغه ځایونه چې دوی کولی شي پر ملکي یا حکومتي هدفونو برید وکړي."

هغه زیاته کړه چې د شفق په عملیاتو کې تر ډیره بریده د اردو او پولیسو ځانګړې قطعې په ناامنو سیمو کې ونډه اخلي.

د پروان ځانمرګی برید

د پروان ولایت د سیمه ایزو چارواکو پر وینا، نن سهار ۹:۳۰ بجې پر موټر سایکل سپور یوه ځانمرګي بریدکونکي د دغه ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په بازار کې د حضرت علي ښونځې مخې ته خپل ورسره چاودیدونکي توکي وچول.

د سیاه ګرد ولسوال محمد سعید صدیقي امریکا غږ ته وویل، چې په دې برید کې ۶ کسه وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

د سیاه ګرد د ولسوال پر وینا، د برید اکثره قربانیان ملکي کسان دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې په دې پېښه کې د یو پولیس په ګډون ۲۳ تنه ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG