د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د یولسمې حوزې آمر دنده وځنډول شوه


د کابل د نن ورځېپه چاودنه کېد مشرانو جرګې یو پخواني غړي موټر ته هم زیان رسیدلی دی
د کابل د نن ورځېپه چاودنه کېد مشرانو جرګې یو پخواني غړي موټر ته هم زیان رسیدلی دی

د کابل ښار د یولسمې حوزې په خیرخانه سیمه کې نن سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې هغه مهال د ماین چاودنه وشوه، چې د مشرانو جرګې د پخواني غړي رفیع‌الله ګل افغان موټر له دې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دوه ورځې مخکې اعلان کړی وو، چې د ملي امنیت شورا د وروستۍ پرېکړې له مخې هغه امنیتي مسئولین به تر قانوني تعقیب لاندې راوستل شي، چې په خپلو دندو کې یې ناغېړي کړې وي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دا پرېکړه نن د لومړي ځل لپاره وروسته له هغې عملي شوه، چې د کابل ښار د یولسمې حوزې په خیرخانه سیمه کې د ماین چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل، په دې چاودنه کې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او د ۵ ملکیانو په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي دي.

هغه وویل "د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې چې څو ورځې مخکې رسنیو ته استول شوې وه، موږ په دې اړه تحقیقات پیل کړل او په لومړي ګام کې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د یولسمې حوزې د آمر دنده وځنډوله او د دې وزارت د څیړنې ریاست ته دنده سپارل شوې چې له ټولو مسئولینو تحقیق پیل کړي او جزئیات یې د کورنیو وزارت له چارواکو سره شریک کړي."

په همدې حال کې د مشرانو جرګې پخواني غړي رفیع‌الله ګل‌افغان امریکا غږ ته وویل، نن سهار د خیرخانې په سیمه کې هغه مهال ورباندې د ماین چاودنه وشوه، چې د سپرلۍ موټر یې له کوڅې څخه عمومي سړکه ته پورته شو.

هغه وویل "عام خلک ډیر ژوبل شول، درې څلور کسه شهیدان شول، لس کسه زیات او کم زخمیان شول، زه ښه یم، خو دوه ساتونکي مې ژوبل شول."

ښاغلي ګل‌افغان د افغانستان د مشرانو جرګې په تیره دوره کې د دغې جرګې د دویم مرستیال دنده په غاړه درلوده.

لا تر اوسه روښانه نه ده، چې د ښاغلي ګل‌افغان د کور په لاره کې دا ماین چا او د څه لپاره ځای پر ځای کړی وو.

د دې پېښې مسئولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG