د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو نومول شوی مرستیال والي او دوه ولسوالان د افغانستان شمال کې وژل شوي


د کورنیو چارو وزارت وایي، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د دولت ۷۳ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د دولت ۷۳ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ددغه هیواد په شمال کې د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال والي او د دغه ولایت د دوآب او د بلخ د کلدار ولسوالیو لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوالان، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، د دغه هیواد په نهو ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د طالبانو د ډلې د مهمو غړو په ګډون لسګونه وسله‌وال وژل شوي دي.

په بیان کې راغلي، چې دا عملیات، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د هلمند، کندهار، کندز، بدخشان، ارزګان، بادغیس، بغلان، بلخ او سمنګان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ترسره شوي دي.

د بیان له مخې په دغو عملیاتو کې د دولت ۷۳ وسله‌وال مخالفین وژل شوي، ۲۷ تنه ټپيان شوي او ۱۱ نور ژوندي نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال والي مولوي جلال او د دغه ولایت د دوآب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي غیاث‌الدین وژل شوي دي.

د افغانستان په شمال کې امنیتي چارواکي وايي، چې په دغو عملیاتو کې د سمنګان ولایت د عملیاتي قطعې قومندان حبیب‌الله اندرابي هم وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، چې په بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو په جلا عملیاتو کې د دغه ولایت د کلدار ولسوالۍ لپاره د ملا انعام‌الله په نوم د طالبانو نومول شوی ولسوال هم وژل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG