د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې د هاوان مرمۍ دوه زده کونکي وژلي او شپږ نور یې زخمیان کړي


چارواکي وایي د پیښې ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.
چارواکي وایي د پیښې ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د بسرام سیمه کې پر یو ښوونځي د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې دوه زده کونکي وژل شوي او د یوه ښوونکي په ګډون اوه کسان ټپیان دي.

دغه پېښه نن لس بجې رامنځ ته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک امریکا غږ ته وویل چې د" مولوی حبیب الرحمن" په نوم لېسه کې د حکومت د مخالفو وسله والو توغول شوې مرمۍ لګېدلې چې له امله یې دوه زده کونکي وژل شوي او شپږ نور زخمیان دي.

د لغمان د ولایتي روغتون مشر عطاء الله نیازي امریکا غږ ته وویل چې له دغې پېښې څخه ورته د دوو زده کونکو مړی او اوسه کسان زخمیان وروړل شوي چې شپږ یې زده کونکي او یو ښوونکی دی.

خو د لغمان ولایت د معارف ریاست د نظارت مشر امیر اغا وايي چې دغه مرمۍ د ملي اردو له نژدې مرکز څخه وار شوی او ښوونځي لګېدلې ده.

نوموړی وايي چې په دغه پېښه کې وژل شوي او ټپیان د یو ټولګي زده کونکي دي.

هغه زیاته کړه چې اوس قومي خلکو، زده کونکو او ښوونکو د مړو جنازې د والي د دفتر مخې ته د احتجاج په ډول وړي چې ددغې پېښې اصلي عامل څرګند او عاملین یې سزا وګوري.

XS
SM
MD
LG