د لاس رسي وړ اتصالات

په زرګونو کسانو په مساکو کې د پوتین پرضد لاریون وکړ


RUSSIA
RUSSIA

په زرگونو مظاهره چیان نن د شنبې په ورځ د ماسکو مرکزي سیمي ته ورغلل او د ولسمشر په توگه د ښاغلي پوتین د بیا انتخابیدو له کبله یې احتجاجونه وکړل. داسي آوازې خپرې دي چي په دې انتخاباتو کي تقلب او ټگي برگي سوې ده.

مظاهره چیانو د ښاغلي پوتین په واکمنۍ باندي چي د تیري یکشنبې په انتخاباتو کې یې ٦۴ فیصده رایي گټلي دي، اعتراضونه کول. هغه د ٢٠٠٠م کال نه تر ٢٠٠٨م کال پوري د روسیې ولسمشر و، خو د هغه هیواد د اساسي قانو له مخي یو څوک درې ځله سر په سر ولسمشر کیدلای نه سي. هغه وروسته لومړی وزیر سو چي تر اوسه لا هم دا چوکۍ لري.

د پوتین د روسیې حاکم گوند د ډیسیمبر په میاشت کي په پارلماني انتخاباتو کي د ۴٥٠ چوکیو نه ٢٣٨ چوکۍ وگټلې، چي د تقلب او ټگۍ برگۍ د آوازو د خپریدو نه وروسته خلکو په مظاهرو پیل وکړ او د بیا انتخاباتو غوښتني یې کولې.

XS
SM
MD
LG