د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت په ولایاتو کې د پي آر ټي ګانو ځای ډک کړیدی


د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویس برمک
د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویس برمک
بهارت صابر -- کابل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزرات وایي ۲۰۱۴ کال به په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو د پلی کولو خنډ نشي. په ۲۰۱۴ کال کې به په افغانستان کې د انتقال پروسه بشپړه شي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي په تیرو شپږو میاشتو کې یې نږدې ۳۵۰۰ پروژې پلې کړیدي.

د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي تر ډیر حده یې د هیواد په ولایاتو کې د پي آر ټي ګانو تش ځایونه ډک کړیدی.

د کلیو د پراختیا وزیر ویس برمک وایي په تیرو شپږو میاشتو کې یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې نږدې ۳۲۰۶ پروژې پلې کړي او کار یې روان دی.

ښاغلی برمک وایي د دغو پروژو پلي کول ښيي چې افغانستان به تر ۲۰۱۴ ها خوا هم په چټکه د پرمختګ او هوسایې په لور وردرومي.

هغه وایي: "په تیرو شپږو میاشتو کې مونږ ۳۲۰۶ پراختیایي پروژې په ۲۵۰ ولسوالیو کې پلې کړي او نږدې ۱۰۸ میلیون ډالره په دغو پروژو لګیدلي دي موږ به همداسې روان یو او په ۲۰۱۴ کې به هم پراختیایي پروژې ولرو چې دا به د افغانستان په کلیو او بانډو کې د سولې او امنیت د رامنځته کیدو غټ لامل شي."

ویس برمک وایي اوس مهال نړیوالو مرستندویانو او افغان دولت هم ورسره د مالي او سیاسي مرستو او ملاتړ خبره پخه کړې او دوی په ډاډمنه توګه خپل کار ته دوام ورکوي.

د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت سږ کال ۳۶۶ ملیون ډآلره بودیجه درلوده چې له دغو پیسو نه یی تر اوسه ۴۴ په سلو کی لګولي دي او چارواکي وایي تر راتلونکو دوو اونیو پورې به له بودیجې نه مصرف شوې پیسې۵۳ فیصدو ته ورسیږي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي دغو پروژو په هغو ولایتونو کی چې پي آر ټی ګانې یا د ولایتي بیا رغاونې ټیمونه ترینه وتلي، د هغوي ځای یې ډک کړیدي.

"مونږ پدې باور یو چې زموږ د پراختیایي پروګرامونو پلې کول هغه تش ځایونه ډک کړي چې د پي آر ټي ګانو له وتلو وروسته را منځته شویدي، موږ به وکړای شو چې د ۷۰ میلیون ډآلرو په ارزښت د یو نوي پروګرام په پلي کولو سره د پي آر ټی ګانو ځایونه ډک کړو . "

په افغانستان کی نا امني د دغه راز پروژو د تطبیق لپآره تر ټولو ستر خنډ ارزول شوی دی خو دا مهال د کلیو د پراختیا وزیر د افغانو شرکتونو د تخنیکي او تطبیقي طرفیت تیت والی هم بله ستونزه او د کار د لارې خنډ ګڼی.

ویس برمک ګیله من دی چې اکثره دا شرکتونه خپلو ګټو ته تر ملي ګټو ترجیح ورکوي اود کمې ګټې په صورت کې د کار له سیمې تښتي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر همدا رنګه وايي چې سیمه ییزه سیالۍ او د زورواکو شتون هم په کلیو کی د دغه وزارت د کار د لارې خنډ دي.

خو ښاغلی برمک لدې سره سره وایي چې نړیواله ټولنه به په پراختیايي چارو کې څارنه وکړي ترڅو د مرستو په لګولو کې شفافیت موجود وي.

"نن سبا آمریکا، کاناډا ، انګلستان ، جاپان ، آسترالیا ، نړیوال بانک ، دنمارک او په ټوله کی اروپایې ټولنه د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت مرستندویان دي چې تر ۲۰۱۶ پورې یې د خپلو مرستو د غځولو ژمنه یې سپآرلې ده."

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي هوډمن دی چې خپله ۹۰ په سلو کی بودیجه به ضرور لګوي خو په دغه لار کې هغه څه ته چې ډیره اړتیا ورته شته، هغه سم مدیریت او روښانه میکانیزم او د کړنو څار او تعقیبول دي.
XS
SM
MD
LG