د لاس رسي وړ اتصالات

دبشري حقونو سازمان: د کندز د روغتون قضیه کې انصاف ندی شوی


د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په کندز کې د دوی پر روغتون باندې د برید په اړه د ناپیلو پلټنو غوښتنه کړې وه
د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په کندز کې د دوی پر روغتون باندې د برید په اړه د ناپیلو پلټنو غوښتنه کړې وه

دبشري حقونو دڅار سازمان په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون باندې د برید په تړاو د امریکا پوځي پرسونل ته د انظباطي سزا پر ورکړې انتقاد کړی او هغه یې د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره "بې انصافي" او هغوی ته "سپکاوی" گڼلی دی.

په نیویارک کې میشت د هومن رایټس واچ په نامه دغه سازمان امریکایي پوځیانو ته ددې سزا د ورکولو په اړه وایي "دا د هغو کسانو د رسمي غندنې او هغوی ته د غیر جنایي سزا د ورکولو په معنی دي چې ددغه برید امر یې کړی و."

دغه سازمان وایي د پیښې د قربانیانو کورنۍ به دغه سزا ته د "بې انصافي او سپکاوي" په سترگه وگوري، او زیاتوي چې د متحده ایالاتو پوځ پخپله پلټنې کړي او دا پیښه یې جنایت نه دی گڼلی.

دا پلټنې په افغانستان کې د امریکایي او نړیوالو ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال جان کمبل د ماموریت پر وخت ترسره شوي دي. هغه په دغه هوایي برید کې د "بشري، تخنیکي او پروگرام" په گډون د یو لړ تیروتنو یادونه کړې وه.

د بشري حقونو دغه ډله د امریکا د دفاع پر وزارت غږ کړی چې یو ځانگړی لوړپوړی خپلواک هیت وټاکي چې د جنایي جرمونو د قضیو او د پوځي محکمو چارې کنترول کړي.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي چې د کندز ولایت د بې سرحده ډاکترانو پر یو روغتون باندې په برید کې د اشتباهاتو په ټړاو ١٢ تنو امریکایي سرتیرو ته انظباطي سزا ورکړل شوې، خو په دغو امریکایي عسکرو جنایي تورونه نه دي لگول شوي.

د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې یوې ویاندې ویلي دي چې دغه سازمان په دې انظباطي سزا باندې تر هغه تبصره نه کوي تر څو چې پنتاگون په مستقیمه توگه خپل تصمیم له دوی سره نه وي شریک کړی او یا یې هم خپله پریکړه نه وي اعلان کړې.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په کندز کې د دوی پر روغتون باندې د برید په اړه د ناپیلو پلټنو غوښتنه کړې وه چې په کې ۴٢ تنه وژل شوي وو.

په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو د روغتون د عاجلې څانګې پخوانی نرس سعید حقیار وایي کله چې د امریکايي هوايي قواو له خوا دغه روغتون بمباریده، په روغتون کې نوکري و.

ښاغلی حقیار وايي چې امریکایان باید په کندوز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون په بمبار کې دخیلو عسکرو ته سزا ورکړي خو دغه سزا چې دوي اعلان کړې په افغانانو پورې خندا او د دوي انساني کراماتو ته د توهین په معنا ده.

د همدغې پیښې یو بل عیني شاهد چې د امریکا غږ له خبریال سره په خبرو کې یې د نوم له اخیستو ډډه وکړه وویل چې په بمبار کې ژوندی پاتي شوی خو په دغه شپه د مړو ټپیانو او وینو له لیدو ورته عصبي تکلیف پیدا شوی و، چې د کورنۍ له خوا خارج ته د تداوۍ لپاره ولیږل شو او اوس هم تر درملنې لاندې دی. هغه وايي چې په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون بمبار کوونکو ته باید سخته سزا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG