د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې او اروپایي ټولنې د مهاجرت په معاملې د MSF انتقاد


د ترکیې او اروپایي ټولنې په موافقې باندې غیر دولتي سازمانونو او حتی د ملگرو ملتونو موسسو انتقادونه کړي دي.
د ترکیې او اروپایي ټولنې په موافقې باندې غیر دولتي سازمانونو او حتی د ملگرو ملتونو موسسو انتقادونه کړي دي.

د بی سرحده ډاکترانو ټولنه چې د نوبل جایزې گټونکی خیریه سازمان دی، وایي چې د مهاجرو د کړکیچ په اړوند د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ د معاملې په وجه نور د اروپایي ټولنې څخه پیسې نه غواړي.

د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې سکرتر جنرال یرومي اوبررایټ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې "د ترکیې سره د اروپایي ټولنې معامله د هغو پالیسو د لړۍ وروستی اقدام دی چې د مرستې رسولو د اوصولو او ارزښتونو سره نه جوړیږي."

د هغه په وینا بې سرحده ډاکتران "به نور د اروپایي ټولنې او د هغې د غړو هیوادونو نه پیسې ونه غواړي."

په ٢٠١٥ کال کې اروپایي ټولنې ٥٢ میلیونه ډالر د بې سرحده ډاکترانو سازمان ته ورکړي وو چې ددې سازمان د کلنۍ بودجې اته فیصده کیږي.

ښاغلی اوبررایټ وایي MSF یا د بې سرحده ډاکترانو ټولنه به په یونان او د ترکیې او سوریې ترمنځ پولې ته نژدې خپلو خیریه کارونو ته دوام ورکړي او د خپل کار د دوام لپاره به له نورو منابعو څخه پیسې وغواړي.

اروپایي ټولنه چې د دوهمې نړیوالې جگړې راوروسته د مهاجرو د ستر کړکیچ پر وړاندې د غوره لارو چارو پر سر په پخپل منځ کې موافقې ته ونه رسیده هڅه یې وکړه چې ترکیه اروپا ته د سلگونو زرو مهاجرو د تللو لار ډب کړي. په ترکیه کې نژدې درې میلیونه مهاجر دیره دي چې ددې جملې نه یواځې لس فیصده یې په د مهاجرو په حکومتي پناه ځایونو کې اوسیږي.

د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ د مارچ په شلمه موافقه وشوه چې له مخې یې ټول هغه مهاجر چې له ترکیې څخه د یونان ټاپوگانو ته مخه کوي که پناه غوښتنه یې ونه منل شي نو بیرته به ترکیې ته استول کیږي.

همداشان اروپا د سوري مهاجرو لپاره ترکیې ته د شپږ میلیاردو یورو د ورکولو او د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو ته د ترکانو د ویزې پرته تگ راتگ ژمنه کړی ده.

د ترکیې او اروپایي ټولنې په موافقې باندې غیر دولتي سازمانونو او حتی د ملگرو ملتونو موسسو انتقادونه کړي دي.

د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې مشر ښاغلی اوبررایټ وایي دغه ټولنه ځکه د اروپا سره له شراکت نه ډډه کوي چې د اروپایي ټولنې هڅې "د هغو کسانو سره مرستې ته متوجه نه دي چې ډیر سخت اړ دي. د هغوی هڅې ... د سرحدونو د کنترول لپاره دي."

د اروپایي ټولنې د اجرائیه کمیسیون ویاند وایي چې د بې سرحده ډاکترانو دا تصمیم د نړۍ په نورو برخو کې د اروپایي ټولنې او د MSF ترمنځ پر پلي شویو پروژو اثر نه کوي. د بې سرحده ډاکترانو سازمان هم ویلي دي چې د اروپایي ټولنې په مرسته د روانو پروژو درناوی کوي، خو د نړۍ په گوټ گوټ د راتلونکو پروژو لپاره به د اروپایي ټولنې او یا ددې ټولنې د غړو هیوادونو د حکومتونو څخه پیسې ونه غواړي.

XS
SM
MD
LG