د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز په روغتون د برید هدف وژنه او تخریب و - MSF


په کندز کې د بې پولې ډاکترانو د روغتون په بمبارۍ کې ۳۰ تنه ووژل شول.
په کندز کې د بې پولې ډاکترانو د روغتون په بمبارۍ کې ۳۰ تنه ووژل شول.

د بې پولې ډاکترانو سازمان د څیړنې د موندنو په خپرولو سره ویلي دي چې په کندز کې ددې سازمان د روغتون د بمبارولو لپاره هیڅ دلیل نه دی موندل شوی. دې روغتیایي بشري سازمان ویلي دي چې هیڅ وسله وال جنگیالي ددې روغتون له چت او یا انگړ څخه په جگړه کې برخه نه ده اخیستې.

نوې مونینې ښي چې د اکتبر په دریمه په کندز کې د بې پولې ډاکترانو د روغتون په بمبارۍ کې لږ تر لږ ٣٠ تنه وژل شوي دي چې په هغو کې د روغتون ١٣ کارکوونکي، ١٠ ناروغان او اوه نور مړي چې تر اوسه نه دي تشخیص شوي، شامل دي.

د بې پولو ډاکترانو د سازمان رئیس کرسیتوفر ستوکس، وویل "د روغتون له داخلي وضیعت نه څرگندیږي چې برید د وژنې او تخریب په مقصد ترسره شوی دی. خو نه پوهیږو چې ولی؟".

د بې پولې ډاکترانو د څیړنې په موندنو کې د روغتون جغرافیایي موقیعت چې پوځي ځواکونو ته سپارل شوی و او د دې سازمان تلیفوني تماسونه چې پر روغتون باندې د بریدونو د بندولو په هدف یې د پوځي قواو سره نیولي وو، شامل دي.

د بې پولې ډاکترانو د روغتون موظف ډاکتر جو ان لیو، وویل چې د برید پر وخت د روغتون ډاکتران د جگړې د ټپیانو په عملیاتو بوخت وو. هغه زیاته کړه چې د برید پر وخت په روغتون ۱۰۵ مریضان بستري وو.

د بې پولې ډاکترانو د سازمان رئیس وویل په دې بهانه چې گواکې طالب جنگیالي په روغتون کې تداوي کیدل نشو کولای چې بمباري توجیه کړو. هغه زیاته کړه چې د نړیوال قانون له مخې د جگړې ټپیان ناروغان گڼل کیږي او باید له توپیر او تبعیض پرته له هغوی سره چلند وشي او د هغه په وینا په دې خاطر باید طبي کارکوونکي ونه غندل شي.

د بې پولې ډاکترانو د سازمان موندنې د روغتون د ٦٠ داخلي او بهرنیو کارکوونکو او ١۴٠ بستري شویو ناروغانو سره د مرکو، د داخلي او بهرنیو معلوماتو، د برید دمخه او وروسته د روغتون د تصویرونو، د ایملونو د تبادلې او د تلیفوني تماسونو د ارزونې په بنسټ برابرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG