د لاس رسي وړ اتصالات

مبارک: د مصر پخوانی جنجالي مشر


مبارک: د مصر پخوانی جنجالي مشر
مبارک: د مصر پخوانی جنجالي مشر

د مصر پخوانی جمهوررئیس حسني مبارک له دې امله محکمی ته راکش شوېدی چې دهغه انقلاب په وخت کې ېې پر مظاهره چیانو یې د ډزو امر کړی و، چې دده دېرش کلن رژېم یې رانسکور کړ.

یو شمېر خلک حسني مبارک ته ددې خبرې اعتبار ورکوي چې په خپل دېرش کلن حکومت کې یې مصر امن او باثباته ساتلی و. خو یو شمېر نور وايي چې د مصر ثبات مصریانو ته په زښت ډېر غټ قیمت تمام شو.

حسني مبارک چې اوس ۸۳ کلن دی؛ پخوا دهوايي قواو قوماندان و. نوموړی هغه وخت د مصر جمهوررئېس سو چې په ۱۹۸۱ م کال کې د سخت دریځو یوې ډلې د هغه وخت جمهوررئیس انور السادات وواژه.

حسني مبارک د جمهوررئیس انورالسادات مرستیال، د هغه څنګ ته ناست و چې هغه په یوه نظامي رسم ګذشت کې، د مصر په پایتخت قاهره کې ووژل شو. پر حسني مبارک باندې په خپله تقریبا شپږ ځلې بریدونه وشول، خو له ټولو نه ژوندی پاتې شو.

د حسني مبارک په رژیم کې مصر له اسراییلو سره سوله وکړله او له لویدیځ سره یې نږدې اړیکې لرلې.

مصرپه دې وخت کې د امریکا ستر انډېوال هېواد ګڼل کېده چې داسراېېلو او فلسطېن ترمنځ سوله پرمخ بوزي. رپوټ وايی چې له حسنی مبارک سره داسلامی سخت درېځو په ټکولو اوځپلو کې دلوېدېځ ملاتړ موجودو .

رپوټ وايي د حسنی مبارک پالیسیو په مصر کې دننه ډیر خلک په غوسه کړل. دهغه د حکومت په وخت کې په مصر کې ېو کرکجن قانون چې د اظطراری حالاتو قانون بلل کېده، حآکم و. ددغه قانون له مخی ټولی بنېادی ازادۍ محدودې وې اوپولېسو ډېرپراخه اخېتارات لرل چې خلک توقېف کړی. دمصر داخوان المسلېمن، چې په مصرکې د حکومت ستر مخالف ګوندی دی، له ډېر و ستونزو سره مخ و. ددغه ګوند غړي به زښت ډېر نېول کېدل او تراوږدې مودې پورې په زندان کې ساتل کېدل.

له بل پلوه د خلکو غوسه په دې هم زیاته وه چې په مصر کې غریبي او نېستي منګلې خښې کړي وې او بېکاری ډیره زیاته وه.

که څه هم د حسنی مبارک یو لړ اقتصادي پالیسیو په مصر کې اقتصادي پراختیا راوستله خو پر هغه دا تور لګیږي چې دده په وخت کې د ټولنې د نېستمنی او بډایه پاټکو تر منځ او یا د نیستمن او ماړه تر منځ واټن زښت ډیر شو.

حسني مبارک تقریبا شپږ میاشتې مخکې د فبروري په ۱۱ مه باندې، له ډېرو سختو مظاهرو او نړیوال فشار نه وروسته استعفی وکړه.

رپوټ وايي چې حسني مبارک په ۲۰۰۵ م کال کې د دېموکراتیکو اصلاحاتو په لور یو ګام پورته کړ او ددې اجازه یې ورکړله چې د جمهوري ریاست لپاره څو ګوندي انتخابات وشي. خو وروسته یې بیا خپل سیاسي سیال اېمن النور د اداري فساد او رشوت په تور زنداني کړ. د تېر کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوررئیس ملي دیموکراتیک ګوند مخالفو سیاسي ګوندونو ته په داسې حال کې ماتې ورکړله چې په رایو کې د لاسوهنې او مخالفینو د بېرولو پراخه تورونه پرې ولګېدل.

د مصر په خلکو کې قهر او غوسه په دې هم راوپارېدله چې حسني مبارک د خپل زوی جمال پالنه او روزنه ددې لپاره کوله چې د خپل ځای ناستي په توګه یې وټاکي.

د حسني مبارک مېرمن سوزانه نیمايي برتانوي ده او په قاهر کې د امریکن پوهنتون نه فارغه شوېده. حسنی مبارک له سوزانې نه دوه زامن لري چې علا او جمال نومیږي او هغه دواړه هم له خپل پلار سره یو ځای محاکمه کیږي.

XS
SM
MD
LG