د لاس رسي وړ اتصالات

محقق: د حکومت د ستراتیژۍ په رڼا کې خلک وسلې اخلي


حاجي محمد محقق امریکا غږ سره په مرکه کې هزارګانو ته د وسلو د ورکولو مسله د افغان حکومت د ستراتیژۍ په چوکاټ کې مطرح کړې ده.
حاجي محمد محقق امریکا غږ سره په مرکه کې هزارګانو ته د وسلو د ورکولو مسله د افغان حکومت د ستراتیژۍ په چوکاټ کې مطرح کړې ده.

د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق وایي چې په خپلو پلویانو یې د وسلې د اخیستلو غږ د مخالفو وسله والو په وړاندې د ملي یووالي د حکومت د ستراتیژۍ په رڼا کې کړی دی.

حاجي محمد محقق د سه شنبې په ورځ امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په مرکه کې هغه انګیرنې ناسمې وبللې چې ګوندې دی ، د بلخ د ولایت سرپرست استاد عطا محمد نور او د جمهوررئیس لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د افغانستان په شمال او مرکزي برخو کې د ملیشو په جوړولو بوخت دي.

ښاغلي محقق وویل "یو چا کومه دروازه جوړوله کوم نجار وو، متر ورسره نه وو، د دروازې اندازه یې په لاس اخیستې وه، لاس یې همداسې لرې نیولی وو او سترګې یې اسمان ته وې په لار روان وو لیدل یې چې اندازه خرابه نه شي ، په لاره ځي وځي په یوه څا کې پریوزي، خلکو ورته رسۍ اچولې او ورته وایي چې رسۍ ونیسه چې له څا دې راوباسو نجار ورته ویلي چې نه اندازه نه خرابوم ، اوس که یو ځای ته داعش راشي او یوه سیمه ونیسي او مونږ خلکو ته ووایو چې تاسو کوم کار مه کوئ چې د حکومت چوکاټ خراب نه شي ".

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال په دغه مرکه کې په ټینګار وویل چې د خلکو څخه دده غوښتنه د مخالفو وسله والو په وړاندې د افغان حکومت د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

ښاغلي محقق وویل "دا درې پړاونه زمونږ د ستراتیژۍ برخه ده اردو پولیس او امنیت ملي په لومړي پړاو کې اربکي پولیس هم یو شمیر د هغوی په څنګ کې رامنخ ته شوي دي د خلکو خوځښتونه یې یو بل پړاو دی، د خلکو خوځښتونه ځان ته کړنلار لاري چې چیرته یې ملاتړ وشي ".

ښاغلي محقق وویل چې څه چې دې یې ترسره کوي د دولت په چوکاټ کې یې ترسره کوي او هدف یې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ دی او دا ځکه چې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال په وینا د سلو زرو څخه زیات بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي او اوس ددغو ځواکونو تشه هم افغان امنیتي ځواکونو ډکه کړې ده چې په ځینو برخو کې افغان امنیتي ځواکونه د خپلو مخالفانو په وړاندې په بشپړه توګه مقابله نه شي کولای او د خلکو مرستې ته اړتیا لري.

هغه د مثال په توګه د میدان وردک ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو او طالبانو ترمنځ د څو ورځو وړاندې جګړې یادونه وکړه وې ویل چې دغې جګړې ۳۶ ساعتونو لپاره دوام وکړ خو د سیمه ایزو پولیسو ملاتړ ته امنیتي ځواکونه ونه رسیدل.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وویل چې جمهوررئیس ددغې تیورۍ مخالف نه دی او نه هم ورڅخه یې په دې هکله چې دا کار ښه دی او په کار نه ده چې وشي څه اوریدلي دي.

هغه وویل چې جمهوررئیس په کلکه ولاړ دی او غواړي چې داعش له منځه لاړ شي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق وویل چې په سوریه او عراق کې د داعش کړنو ته په کتنې دې دا ګڼي چې د طالبانو سره د داعش د جګړې وروسته به دا ډله هزاره ګان او شیعه ګان تر برید لاندې راولي.

هغه د کابل - کندهار په لویه لاره د زابل ولایت په مربوطاتو کې د دیرشو په شاوخوا کې د هزاره مسافرو تښتول او هم د دوو ښځو په ګډون د دوه هنرمندانو او څو مسافرو تښتول هم د داعش کار وباله وویل چې دی د دغې ډلې ممکنه ګواښونو ته بې تفاوته نه شي پاتې کیدی.

ښاغلي محقق وویل " دا ټول د خطر زنګونه دي چې مونږ ته وهل شوي دي ".

حاجي محقق وویل چې داعش هڅه کوي د افغانستان د کونړ او هلمند ولایتونو له لارې ځان منځنۍ اسیا ته ورسوي.

هغه وویل چې د داعش ځواکونه لا وختې بدخشان او فاریاب ولایتونو په ګاونډ کې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ځانونه رسولي دي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وویل چې د کابل ولایت سره هم داعش په خپلو لیکو کې د وسله والو د جلبولو لپاره هڅې چټکې کړې دي او د اوو او اتو سوو په شاوخوا کې جنګیالي یې په خپلو لیکو کې جذب کړي دي.

حاجي محمد محقق وویل چې داعش هر جنګیالي ته د میاشتې زر امریکایي ډالره او یو موټرسایکل هم ورکوي.

XS
SM
MD
LG