د لاس رسي وړ اتصالات

ملین: افغانستان کې د عسکرو شمیر کې لوی بدلون نه راځي


ملین: افغانستان کې د عسکرو شمیر کې لوی بدلون نه راځي
ملین: افغانستان کې د عسکرو شمیر کې لوی بدلون نه راځي

د امرېکا جگپوړه نظامی قوماندان وايی دی د عسکرو په شمېر کې له اوسنی اندازی نه چې تقرېبا سل زره دی، د غټ بدلون اټکل نه کوي چی ېابه ډېر زېات شی او ېا به ډېر کم شی.

د اسوشېتېد پرېس خبری اژانس د سمندری قواود ستر جنرال ماېک ملېن له قوله لېکی چې اوس په افغانستان کې تقرېبا سل زره عسکراچول شويدی.

هغه د دوشنبی په ورځ باندی په عراق کې هغه وخت خبری کولې چی د امریکا له عسکرو او عراقې چارواکیو سره ېې لیده کاته کول.

د امریکا جمهوررئېس براک اوباما دې ته چمتو دی چی دافغانستان د جگړی د هغی ستراتېژی ارزونه خپره کړي چې تېرکال ېې وړاندی کړی وه. دهمدغی پالېسی پربنا په افغانستان کې دعکسرو شمېر زېات کړی شوی و.

د دغه اقدام هدف داو چې په افغاانستان کې د طآلبانو دبغاوت پرمختگ په شا وتمبوی.

ښاغلی اوباما پلان لري چی دراتلونکي کال په جولا کې خپل عسکر په افغانستان کې راکم کړی. خو دناټونطآق برېد جنرال بالټز هغه رپوټونه بابېزه وگڼل چې وايی دا ایتلاف نېت لري چې افغانستان ترک کاندی. هغه ووېل چې که څه هم هدف داد ی چې دافغانستان امنېت تر ٢٠١۴ م کال پورې افغانانو ته وسپارل شی خو دا به په هغوشراېطو پورې اړه ولری چې په هغه وخت کې په افغانستان کې موجود وی.

نور تفصيل:

په نورو خبرو نو کې ددوشنبی په ورځ وېل شوېدی چې افغان اوناټو قواو په گډه څو تنه مشکوک کسان دهغه برېد په اړه نېولی دی چې د ېکشنبی په ورځ په کندهار کې وشو او ٦ تنه امرېکا يي او وده افغان عسکر ېې ووژل. ېاغی طالبانو دهغو بم چونو مسوولېت هم په غاړه اخېستی دی چې څو تنه امرېکا يي عسکر ېې زخمی کړل.

همدارنگه ددوشنبی په ورځ ناټو ووېل چې دوی د طالبانو ېو معتبر قوماندان په مرکزی غور کې په نښه کړ چې په دقېق توغند ي ېې وولی. هغه په خپل موټر ساېکل باندی له ېوه بل ېاغي سره سفر کاوه او له وېشتلونه مخکی هغه څو ساعته څارل شوی و.

XS
SM
MD
LG