د لاس رسي وړ اتصالات

مولن: افغانستان نه د خروج له نیټې سره وضع بدلیږي


د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې رئیس د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن ویلي، هغه خلک چې وایی افغانستان کې د یاغیانو ځپل به ډیر وخت ونیسی، هغوی باید د عراق د کال ٢٠٠٧ نه پس حالات وگوری نو پوه به شی چی څنگه پکی بدلون راغلی دی.

جنرال مولن چې دا وخت د جنوبي او مرکزي آسیا په سفر بوخت دی، دا خبری یې په لاره خبریالانو سره په مرکه کې وکړې.

مولن دا مني چې په افغانستان کې بغاوت په پوره توگه ختمول به کلونه وخت وغواړي او دا هم وایي چې دا کار د بل کال دی وخت پوره نشی کیدای. بل کال دی وخت په باب د امریکا جمهورریس ویلی وو چی د افغانستان نه به د امریکا عسکر په وتلو پیل وکړي.

مایک مولن وایي دا چی جمهور رئیس اوباما د افغانستان په باب د نوې ستراتیژئ د عملي کیدو دپاره د یونیم کال کومه موده ټاکلې ده هغه مناسبه ده . هغه زیاتوي چې:

بغاوتونه تر ډیره وخته دوام کوی. خو دا هم باید وگورو چی عراق کی یی څومره وخت دوام وکړی شو. قریب اتلس میاشتو کی غلی شو. خو بیا هم دوه نیم کال پس زموږ کار خلاص نه دی

هغه وایی چی د اتلسو کالو کی وضعه ډیره بدله شوه . خو بدلیدل او ختمیدل یوه معنا نه لری . اصل کار دا دی چی دا بدلون همداسی برقرار پاتی شی او بیرته په شا لاړ نه شی.

مایک مولن وایی چی څو کاله پخوا چا دا گمان هم نه کاوه چې په عراق کی به ثبات راشي.

دی وایی چی د افغانستان او عراق دواړو شرایط سخت دي خو د عراق تخنیک ضرور نه دی چی په افغانستان کی هم کار وکړي. خو وایي چې د عراق مثال ورته د افغانستان په باب هیله مند کیدو ته یو جواز ورکوي. دی وایی چی د دی برسیره چی افغانستان کی د امنیت وضعه خرابه ده او پرمختگ سست روان دی . خو بیا هم دی مایوسه نه دی.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې ریس مایک مولن زیاتوي چې افغانستان او عراق کی ځینی شباهتونه او ځنیی فرقونه شته او زه یی په فرق او ورته والي پوهیږم. خو دی وایی چې زه دا نه منم چې بغاوت ځپل ډیر وخت نیسی نو ځکه یی موږ نه شو ځپلی، بلکی موږ اوس هغه ځای ته لا نه یو رسیدلی چی د گټی دعوا وکړو. خو ویلی شم چی موږ د گټی توان لرو.

دی وایی چی توان لرل دا معنا نه لری چی دا کار اسانه دی. خو موږ چی کومه موده ټاکلی ده هغی کی به هر څه سم شی.

د امریکا مامورین هم وایی چی که افغانستان کې راروان یو کال کی اوضاع په ښه کیدو هم شی. خو د امریکایی عسکرو د وتلو کار به په مدار مدار ووسی او نړیوال عسکر به لا هم راتلونکو څو کالو پورې افغانستان کې موجود وي.

د امریکا د لویو درستیزانو رئیس مایک مولن د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزی ددې خبرې هرکلئ کړیدی چې د افغانستان عسکر به د کال ٢٠١۴ پورې ددې جوگه شي چې د خپل ملک امنیت په خپله ټینگ کړي.

هغه وایي چې دا موده ډیره مناسبه ښکاري او د مشرانو دپاره دا مهمه ده چې یو هدف دپاره موده وټاکي او بیا ورته کار وکړي.

مایک مولن دا خبرې هند ته د سفر وړاندې کړیدي. دی به د هند د دفاع د وزارت د مامورینو سره هم د افغانستان په حالاتو خبرې کوي او وروسته به پاکستان ته هم ځي او ورپسې به افغانستان ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG