د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د پوځ مشر د افغانستان په اړه محرم اسناد خپریدل وغندل


د امریکا د پوځ مشر د افغانستان په اړه محرم اسناد خپریدل وغندل

د امریکا د پوځ مشر د افغانستان په اړه محرم اسناد خپریدل وغندل

یوه امریکایی عالی رتبه پوځی چارواکی د امریکا په مشرۍ د افغانستان د جگړی په اړه د نوی زرو نه د زیاتو محرمو اسنادو په افشاُ کولو باندی انتقاد کړی دی.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټی ریس ، د سمندری قواوو ستر جنرال مایک مولن نن د عراق نه افغانستان ته د تلو په وخت کی وویل چی د اجازی پرته د دغو اسنادو په افشاُ کولو باندی اعتراض کوی چی کیدای شی د دغو اسنادو افشاُ کول په افغانستان کی د امریکایی عسکرو ژوند په خطر کی واچوی.

د افغانستان د ملی امنیت شورا نن وویل چی د دغو محرمو اسنادو افشاُ کولو د امریکا متضاده پالیسی وښوده چی د افغانستان په جگړه کی یی د پاکستان په لاس لرلو باندی سترگی پټی کړی وی.

په یوه خبرلیک کی چی پاکستان ته متوجه ؤ ، د افغانستان د ملی امنیت شورا وویل چی د امریکا نامعلومه پالیسی د هغو قواوو پرخلاف چی د مداخلی کولو په منظور د تروریزم نه کار اخلی ناوړه نتایج ورکړی دی.

په دغو اسنادو کی چی د یکشنبی په ورځ د ویکی لیکس په ویب پاڼه کی خپاره شول د پاکستان استخباراتی اداره یا آی ایس آی په دی تورنه شوی چی په افغانستان کی د یو شمیر یاغیانو حمایت کوی.

مایک مولن وویل چی زمونږ د اوسنۍ او پخوانۍ ستراتیژۍ یو مشترک مهم خصوصیت دا دی چی د پاکستان سره خپلی اړیکی ښی کړو تر څو هغوی القاعده او نورې ورپورې تړلې ډلې وځپی.

ستر جنرال مایک مولن د خپل ماُموریت په دوه نیمو کلونو کې نولس ځله پاکستان ته سفر کړی دی.

مولن وویل چی آی ایس آی باید پخپلو کړو کی ستراتیژیک بدلون راولي، خو دا یې ونه ویل چې د هغه او نورو امریکایي چارواکیو د هلوځلو سره سره په آی ایس آی کې څومره بدلون راغلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت نطاق عبداباسط دغه تورونه چی گواکی پاکستان په افغانستان کې د تندرو ډلو ملاتړ کوي بې اساسه او درواغ وبلل.

امریکایی چارواکی وایی چی په دی اړه به تحقیقات وکړی چی دغه محرم اسناد چا د ویکی لیکس ویب پاڼی ته ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG