د لاس رسي وړ اتصالات

په هند باندې د حملو نه وړاندې FBI ته خبر ورکړل شوی و


په هند باندې د حملو نه وړاندې FBI ته خبر ورکړل شوی و
په هند باندې د حملو نه وړاندې FBI ته خبر ورکړل شوی و

د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چي په ٢٠٠٨ کال کي په مومبای کي د تروریستي حملې نه څو کاله مخکي د امریکا جاسوسانو ته خبر داری ورکړل شوی و چی په پاکستان کی یو امریکایي سړی د یوې ډلي سره چي دا حمله یې طرح او اجرا کړه، کار کوي.

دغه ورځپاڼه وایي چي ایف بي آی ته د ( ډیویډ کول مین هیډلي ) په باب دا معلومات د ٢٠٠٥ کال د آګسټ په میاشت کي د هغه دمیرمني له خوا ورکړه شوي وو. ورځپاڼه دې موضوع ته د نژدې منابعو له قوله وایي چي دغي میرمني د ایف بي آی جاسوسانو ته وویل چي ددې مېړه د لشکر طیبه د یاغي ډلي سره د روزني په یو لړ چارو بوخت دی او د تندلارو خلکو سره په تماس کي دی.

په دې رپوټ کي چي د ( پرو پبلیکا ) په نامه د یوې ژورنالیستي مؤسسې له خوا هم تایید شوی ، ویل شویدي چي ( هیډلي ) پنځه ځله مومبای ته تللی و چي په دې ښار کی د تروریستي حملې د پاره ځای معلوم کړي.

دې حملې درې ورځی دوام وکړ او ١٦٦ کسه په کي ووژل سول او څه دپاسه ٣٠٠ تنه زخمیان سول.

دغه ورځپاڼه وایي چی ایف بي آی د ( هیډلي ) د میرمنی سره درې ځله مرکې وکړې، مګر خپله هیډلي آزاد پریښودل شوی و چي په نړۍ کي شاوخوا وګرځي او خپل دغه کارونه تر سره کړي. هماغه و چی د مومبای د حملې نه یوکال وروسته هغه ونیول سو. هغه اوس د امریکا په بند کي شپې ورځی تیروي.

XS
SM
MD
LG