د لاس رسي وړ اتصالات

هند: د ممبۍ د مرګانیو بریدونو په اړه مخکې له مخکې څه نه وايو


هند: د ممبۍ د مرګانیو بریدونو په اړه مخکې له مخکې څه نه وايو
هند: د ممبۍ د مرګانیو بریدونو په اړه مخکې له مخکې څه نه وايو

هندي چارواکي وايي تر اوسه لا وختي دی چې په ممبۍ کې د پرونیو درو پر له پسې بمي چادونو پړه پر کومې ځانګړې ډلې واچول سي. ممبۍ د هند اقتصادي مرکز ګڼل کیږی. په دغه ښار کې د چارشنبې د ورځې په چاودنو کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۳۳ تنه ټپیان شوي دي.

د هند د کورنیو چارو وزیر چیدامبارم د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هند استخباراتي سرچینو ددغو چاودنو په اړه له وړاندې کوم معلومات نه درلودل او نه هم ورته پدې هکله خبرداری ورکړل شوی و.

"پر ټولو هغو ډلو شک شته چې ددغه راز ترهګریزو بریدونو د تر سره کولو توان لري. مونږ اوس مهال کومې ځانګړې ډلې ته ګوته نه نیسو خو د پېښې ټولې خواوې به وڅیړل شي. ټولې مشکوکې سیمې به وکتل شي او دغه راز ټول استخباراتي معلومات به تعقیب شي، خو مخکي له مخکي باید قضاوت نه به ډډه وشي".

د چارشنبې د ورځې د چاودنو پړه هیچا هم تر اوسه پوري په غاړه نه ده اخیستې.

دغو دریو چاودنو ۲۰ دقیقې د یوه بل سره توپیر درلودی او د ماښام په ګڼه ګوڼه کې د ښار په بیلابیلو برخو کې وشوې. دوې یې د مببمی په سهیلي برخه کې او یوه بله یې هم د ښار په مرکزي سیمه کې وسوه.

په لومړنیو رپوټونو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۱ تنه ښودل شوی و خو د کورنیو چارو وزیر بیا دغه شمیره اصلاح کړ او زیاته یې کړه چې د مړیو شمیر کیدای سي تغییر وموندي.

د هند د کورنیو چارو وزارت په ټول ملک کې د سختو امنیتي تدابیر امر ورکړی دی.

"هر هغه څه چې پېښېږي ښه نه دي. هر هغه څوک چې دغه راز بریدونه تنظیموي ښه کار نه کوي. هیڅوک نه پوهېږي چې دوي د خلګو په وژلو سره غواړي څه شي لاسته راوړي. په دغه راز بریدونو کې بې ګناه کسان وژل کېږي. زه په دې هم نه پوهېږم چې زمونږ پولیس او استخباراتي سرچینې د خلګو په ژغورنه کې څه کوي".

پولیس په دې باور دي چې دغه چاودنې د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو په مرسته شوي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دغه بریدونه ټکان ورکونکي وبلل او ژمنه یې وکړه چې د هند د هغو هلو ځلو نه به ملاتړ وکړي چې ددغو پېښو لاملین د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن هم د هند حکومت او خلګو د خواخوږۍ او ډاډګیرنۍ مراتب وړاندي کړل.

"د هند خلک د دې نه مخکي هم د ترهګرۍ قربانیان وو او ددغه عمل پر وړاندي یې په ډیر جرت او قوي ارادې سره خپل غبرګون ښوولی دی. مونږ په دوامداره توګه په دغه هیواد کې وضیعت څارو چې په کښي د امریکايي اتباوو د خوندیتوب مسله هم شامله ده. مونږ د پېښې د قربانیانو او کورنیو سره خواخوږي کوو او د هند حکومت ته مو خپل د زړه له کومې د تسلیت مراتب او د هر ډول ملاتړ وړاندیز کړی دی".

میرمن کلینټن وویل چې هغه به هند ته راتلونکې اونۍ خپل رسمي سفر ونه ځنډوي. د هغې په وینا دا ډیره اړینه ده چې په داسي یو وخت کې مونږ د هند سره ودریږو او اوږه ورکړو.

د هند د بالیوډ مشهورې هنرمندې آیشوریا رای چې په دغه ورځ یې د هنر په برخه کې د فرانسې یو افتخاري میډال ترلاسه کاوه، ستیج ته د راتګ سره یې د چارشنبې د ورځې بریدونه وغندل.

"مونږ د هغو قربانیانو او د هغو د کورنیو سره چې د ممبۍ په ترهګریزو بریدونو کې اغیزمن شوي دي خواخوږي لرو. مونږ دغو کورنیو ته دعاوې کوو. مونږ هندیانو ته دا ډیره اړینه ده چې په دې شیبه کې یوځای سره ودریږو او د ترهګرۍ عاملینو ته وښيي چې مونږ حتی په دغه راز حالاتو کې لا هم غېښتلي یوو، تاسي به مونږ مات نه کړیْ . مونږ به په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوو او عدالت به پرځای کېږي".

د هند صدراعظم هم ددغو بریدونو د غندلو په ترڅ کې له خپلو هیوادوالو وغوښتل چې آرامه او متحده اوسي.

XS
SM
MD
LG