د لاس رسي وړ اتصالات

د مونشن کنفرانس به د امریکا دریځ روښانه کړي


د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس د مونشن امنیتي کنفرانس ته د وینا پر وخت
د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس د مونشن امنیتي کنفرانس ته د وینا پر وخت

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني به د مونشن امنیتي کنفرانس ته د افغانستان د امنیتی وضیعت، تروریزم او سخت دریځۍ سره د مبارزې په اړه وینا وکړي.

د مونشن په کلني امنیتي کنفرانس کې د نړۍ مشران، دیپلوماتان او د دفاعي چارو چارواکي د امریکا د نوي جمهور رئیس دونالد ټرمپ د حکومت له چارواکو سره د لومړي ځل لپاره په داسې حال کې گوري چې د ناټو سازمان ته د ژمنو او د روسیې په وړاندې د امریکا د نوي جمهور رئیس د دریځ په هکله اندیښنې موجودې دي.

د جرمني د مونشن ښار په دوه ورځني امنیتي کنفرانس کې چې د فبرورۍ په ١٧ پیلیږي د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پینس، د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس او ددې هیواد د کورني امنیت وزیر جان کیلي د متحده ایالاتو په پلاوي کې شامل دي.

د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د جرمني د صدراعظمې انگیلا مرکل، د ملگرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو گوتریس، د اروپایي شورا رئیس دونالد توسک او د ناتو د عمومي منشي یان شتولتنبرگ په گډون د نړۍ د دولتونو او حکومتونو ٣٠ مشران، ٨٠ د بهرنیو او دفاعي چارو وزیران او نور چارواکي برخه اخلي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم په دغو مشرانو کې شامل دی چې د ارگ د یوې اعلامیې په بنسټ به په دې کنفرانس کې د تروریزم او سخت دریځۍ د خطر او د افغانستان د امنیتي مسایلو په اړه وینا وکړي.

تمه ده چې ښاغلی غني به د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د مرستیال جمهور رئیس سره له نژدې خبرې وکړي.

همداشان د ارگ اعلامیه وایي چې ښاغلی غني به د جرمني، ترکیې، ناروی او د گرجستان د صدراعظمانو او د ملگرو ملتونو د عمومي منشي په گډون د نړۍ د یو شمیر نورو مشرانو سره هم وگوري.

د ښاغلي ټرمپ د تیرې میاشتې څرگندونو د مونشن په امنیتي کنفرانس سیوری اچولی چې ناټو یې یو "منسوح" سازمان گڼلی و، خو وروسته یې د اروپایي مشرانو سره په خبرو کې ددې سازمان په "اساسي اهمیت" موافقه څرگنده کړه.

خو د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناتو د غړو هیوادونو د دفاعي چارو وزیرانو سره په خبرو کې د ناټو سازمان نه ټینگ ملاتړ څرگند کړ او د ناټو عمومي منشي ته یې ډاډ ورکړ چې "دغه سازمان به د امریکا متحده ایالاتو ته د یو اساسي بنسټ په توگه" پاته شي.

خو ښاغلي ماتیس د غړو هیوادونو څخه وغوښتل چې ددې سازمان د لگښتونو لپاره خپلې ونډې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG