د لاس رسي وړ اتصالات

'طالبان دې د افغان دولت چوکاټ کې د بن غونډې ته راشي'


'طالبان دې د افغان دولت چوکاټ کې د بن غونډې ته راشي'
'طالبان دې د افغان دولت چوکاټ کې د بن غونډې ته راشي'

طالبان باید د بن په دوهمې ناستې کې د افغان دولت په چوکاټ کې ګډون وکړي. دا هغه څه دی چی د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یې د افغان دولت د شرط په توګه یادونه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکې تمه لري چې په څو راتلونکو میاشتو کې به د سولې او روغی جوړې په بهیر کې عملی ګامونه اوچتیږي.

همدا مسله د افغانستان، پاکستان او امریکا د استازو تر منځ په هغه درې اړخیزه غونډه کې هم وڅیړل شوه چې په اسلام آباد کې تازه پای ته ورسېده.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی وایي په دغه غونډه کې د سولې د راوستو لپاره دریو واړه هیوادونو پر نقش باندی خبرې شوي دي.

موسی زي چې نن یې د اسلام آباد د غونډې د لاسته راوړنو په اړه په کابل کې خبریالانو ته معلومات ورکول وویل چې پاکستان کولای شي د افغانستان دولت او د طالبانو د مشرانو تر منځ د مستقیمو مذاکراتو فرصت برابر کړي.

موسی زی: "د افغانستان له خوا ټینګار پدې وو چې هغه ګونګ ټکي چې موجود وو او یا د ځینو ګډونوالو له خوا مطرح کیدل اوس رفع شوي دي. اوس ددې وخت رارسېدلی چې باید پر خپلو تعهداتو عمل وکړو".

موسی زي وویل چې په دې غونډه کې جوته شوه چې پاکستان په دغو خبرو اترو کې مهم نقش لري چی باید وې لوبوي.

موسی زی: "زمونږ هیله دا ده چې پاکستان په آیندو څو اوونیو او میاشتو کې د افغانستان ملي مصالحه د پروسې په ملاتړ کې کې هغه څه تر سره کړي چې دوی یې کولای شي".

سره له دې چې پاکستان په وار وار د افغانستان د سولی له بهیر سره د مرستو ژمنه کړې ده خو د کارپوهانو په وینا لا تر اوسه یې په دې ډګر کې عملي ګام ندی اوچت کړی نو ځکه افغان دولت وایي اوس وخت ددې دی چې شوې ژمنې باید عملي کړای شي.

د ملي روغې جوړې په بهیر کې ګډون لپاره باید خواوې مشخصې وي دا چی څوک او تر کومو شرایطو لاندې کولای شي په دې بهیر کې ګډون وکړي.

موسی زی وایی چې په دی اړه د افغان دولت دریځ روښانه دی او نور هغه څوک چې غواړی په دوهم بن کې ګډون وکړي باید د افغان دولت په چوکاټ کې دې غونډې ته لار پیدا کړي.

موسی زی: "د افغانستان له خوا به یو واحد هیات وي. نور ټول افغانان چې په بن کې ګډون کوي نو باید په دغه هیات کې شامل وي"

موسی زی زیاتوي: "که طالبان چې اوس د افغانستان د دولت مسلح مخالفین دي، په بن کې ګډون کوي نو دوی به یوازې او یوازې د افغانستان د حکومت تر مشرﺉ لاندې د هیات په تشکیل کې هلته ګډون کوي او بس".

خو شنونکي په دې آند دي چې له هغه ځایه چې طالبانو په دوهم بن کې د ګډون نه انکار کړی دی نو دا به افغانستان ته د سولې د راتګ ګامونه ټکني کوي.

XS
SM
MD
LG