د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مسلمانان د افغانانو نه غواړي چې د زغم او حوصلې کار واخلي


امریکايي مسلمانان د افغانانو نه غواړي چې د زغم او حوصلې کار واخلي
امریکايي مسلمانان د افغانانو نه غواړي چې د زغم او حوصلې کار واخلي

په افغانستان کې نن د پنځمې پرله پسې ورځې لپاره بیا هم په سلگونو افغانانو قران کریم ته د سپکاوي په غبرگون کې مظاهرې وکړې. امریکایي مشرانو په وار وار ددې موضوع په اړه د افغانستان له ولس او جمهور رئیس نه بښنه غوښتی او په بگرام کې رامنځ ته شوی پیښه یې یو غیر عمدي عمل بللی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته لیک واستوی او په کښي یې د هغه او افغان ولس نه د قرآن شریف د سپکاوي په خاطر بخښنه وغوښته. دغه راز د امریکا د دفاع وزارت چارواکو او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان سترجنرال جان الن هم د دې پښې له امله خپګان څرګند کړ او د افغانانو نه یې بخښنه وغوښته. د امریکايي چارواکو د بخښنې سره سره بیاهم د افغانانو غوصه نه ده آرامه شوې.

آمریکايي چارواکي پر دې باندي ټینګار کوي چې دا کار غیر قصدي عمل و. خو یو افغان مظاهره کوونکی سید سلاح الدین هاشمي وايي: ،،بخښه یو واري وي، دوه واري وي، درې واري وي څونه مونږ کولای شو چې د دوي بخښنې ومنوو.،،

بلخوا په امریکا کې مسلمان امریکایان سره راغونډ شوي او په افغانستان کې د قران شریف د سپکاوي په غبرگون کې د رامنځ ته شوي تاو تریخوالي د خمتیدو غوښتونکي دي. په دې ترڅ کې د امریکا پوځي چارواکو له واشنګټن څخه دباندي د ویرجینا ایالت په یوه جومات کې مسلمانانو ته د بخښنې مراتب وړاندي کړل.

د امریکا د دفاع د وزارت مرستیال پیتر لووی وویل«.. زه نن درته راغلی یم چې د امریکا د دفاع د وزارت په استاځیتوب باندي په افغانستان کې د روانۍ اونۍ د شوې پېښې په هکله بخښنه وغواړم. »

ښاغلي لووی په سلګونو آمریکایانو ته وویل چې د امریکا پوځ په دې برخه کې په چټکو اقداماتو باندي لاس پوري کړی دی چې ټولې هغه ستونزې حل کړي چې له امله یې د قرآن شریف د سوځولو ستونزه راپورته شوې ده.

خو داسي ښکاري چې ددغو بخښنوو برسیره په افغانستان کې تشدد ادامه لري او افغان ملي امنیتي ځواکونه د څو ورځو راهیسي هڅې کوي چې د تاوتریخوالي ډکې مظاهرې ودروي.

دلته په امریکا کې مسلمان آمریکایان د افغانانو نه غواړي چې د صبر نه دي کار واخلي.

امام محمد مجید د واشنګټن دباندي د ډالس د سیمې د اسلامي مرکز مشر دی. هغه داسي وايي:«.. زه ستاسو نه د آرامۍ غوښتنه کوم. د خلګو وژل او د شیانو سوځول د منلو وړ کار نه دی. په خپله قرآن شریف دا وايي چې که تاسو یو انسان ووژنی په دې معنی ده چې ګواکي ټول انسانیت مو وژلی وي.»

په واشنګټن کې د امریکن یونیورسټۍ د اسلامي زده کړو د ډیپارتمنت مشر اکبر احمد بیا وايي چې امریکا ته په کار ده چې په دې برخه کې نور کار هم وکړي.

هغه داسی وايي: «.. هم دا اوس یې وخت دی چې مونږ په دې حساسو شیبو کې د خلګو سره اړیکې جوړې کړو ځکه زما په فکر که چیري مونږ د خلګو سره ښه اړیکې ونلرو نو دا به د امریکا دپاره په اوږدې مودې کې ګرانه خبره وي چې په سیمه کې د پام وړ رول ولوبوي چې باید و یې لوبوي.»

دغه راز په ګاونډي هیواد پاکستان کې هم پرون د جمعې په ورځ اسلامي ډلو د امریکا او ناټو پرضد مظاهرې وکړې او د پاکستان پر حکومت باندي یې غږ وکړ چې د امریکا سره دي ټولې اړیکې وشکوي. دا مظاهرې په کرچۍ، لاهور او پیښور کې شوی دي.

XS
SM
MD
LG